د لاس رسي وړ اتصالات

د نازیه اقبال ورور د هغې پر لوڼو په جنسي تیري محکوم شو


د نازیه اقبال ورور افتخار علي ته دوه ځله د مرگ سزا اورل شوېده
د نازیه اقبال ورور افتخار علي ته دوه ځله د مرگ سزا اورل شوېده

د پاکستان یوې محکمې د نازیه اقبال ورور ته د هغې په دوو لوڼو د پرله پسې جنسي تیریو په تور د دوه ځله مرگ سزا اورلې ده

د پښتو موسیقۍ یو مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال چې د یو کال راهیسې یې د خپل ورور ضد د پاکستان په یوې محکمې کې دغه قضیه پر مخ بوله، په ټولنیزو رسنیو په دغه پریکړه خوښي څرگنده کړیده او ویلي یې دي چې دا به په اینده کې د نورو ماشومانو په خوندي کولو کې مرسته وکړي.

نازیه اقبال تیر کال د اپریل په میاشت کې د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې د خپل ٢١ کلن ورور افتخار ضد دغه قضیه ثبت کړې وه. هغې په خپل ورور تور لگولې و چې د هغې په لس کلنې او شپږ کلنې لوڼو یې د یو نیم کال راهیسې جنسي تیرې کړیدي.

نازیه اقبال د دې قضیې په اړه په پرله پسې توگه په ټولنیزو رسنیو تبصره کولی. هغې ویل چې د خپل کور د نورو غړیو او په خاصه توگه پرې د مور لخوا فشار اچول کیږي چې د خپل ورور ضد دعوی بیرته واخلي خو هغې ژمنه کوله چې د خپلو لوڼو سره د شوې زیاتي بدل به اخلي.

نازیه اقبال په خپلې دې تازه ویډیو کې وایي چې هغې د ولس سره کړي وعده پر ځاې کړه او د خپلو لوڼو سره یې عدالت وکړو.

نازیه اقبال د دغې قضیې د ثبتولو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو د ځینو خلکو د سختو نیوکو سره مخ شوه.

نازیه اقبال د محکمې د پریکړې نه وروسته امریکا غږ ډیوې راډیو ته په یوې مرکې کې وویل: "زه نن ډیره خوشحاله یم چې “حق” وګټله. په ما پسې ډیرو خلکو خبرې وکړې،سپکې سپورې یې راپسې وویلې چې نازیه اقبال هسې ځان سپک کړو خو ما په اصل کې د یوې مور کردار ادا کړو".

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG