د لاس رسي وړ اتصالات

مالیې وزارت: د تقاعد شويو دولتي مامورینو هویت بیا تثبیتوو


د افغانستان د مالیې وزارت په پام کې لري، چې له بایومتریک سیستم څخه په استفادې د ټولو هغو تقاعد شويو مامورینو هویت بیا تثبیت کړي، چې له دغه وزارت سره په رسمي ډول ثبت دي.

د دغه وزارت د تقاعد خزینې عمومي رئیس محمدعمر دراني د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۳۰مه (سلواغې ۱۰مه) خبریالانو ته وویل، چې د ټکنالوژۍ له لارې د تقاعد شویو مامورینو د هویت کره پېژندنې، د هغوی د حقوقو د ورکولو په بهیر کې شفافیت او په دې پروسه کې د چټکتیا راوستلو لپاره د تقاعد شویو مامورینو او د هغوی د ورثې هویت بیا تثبیتوي.

د هغه پر وینا، د تقاعد د مقررې پر اساس د تقاعد شويو مامورینو او د هغوی د ورثې هویت باید هر درې کاله وروسته تثبیت شي.

د افغانستان د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال ۱۵۴زره تقاعد شوي مامورین له حکومت څخه خپل میاشتني حقوق ترلاسه کوي.

ښاغلي دراني وویل، چې څه باندې ۱۳۴زره تقاعد شوي مامورین په مرکز او نږدې ۲۰زره نور په ولایتونو کې د مالیې وزارت د تقاعد په سیستم کې ثبت دي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي امریکا غږ ته وویل، چې سږکال تقاعد شویو مامورینو ته شاوخوا شپږ میلیارده افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې ده.

خو هغه زیاته کړه، چې د کال په نیمايي کې به پر دې بودجې له سره غور وشي.

همدا شان د مالیې وزارت په پام کې لري، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د غیر دولتي ادارو او خصوصي سکتور تقاعد شوي کارکوونکي هم په دې سیستم کې شامل کړي.

په افغانستان کې د غیر دولتي ادارو او خصوصي سکتور د تقاعد شویو کارکوونکو کره شمېره تر اوسه څرګنده شوې نه ده.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان جمهور رئیس د یو فرمان په صادرولو سره غیر دولتي ادارو او خصوصي سکتور د تقاعد شویو کارکوونکو د حقوقو مقرره په درېیو فصلونو او ۲۲ مادو نافذ کړه.

د دغې مقررې پر اساس، غیر دولتي ادارې او خصوصي سکتور مکلف شوي، ترڅو د خپل هر کارکوونکي د یو کال کار په بدل کې هغوی ته د یوې میاشتې تقاعدي معاش ورکړي.

XS
SM
MD
LG