د لاس رسي وړ اتصالات

دانش وايي طالبان د امتیاز اخیستلو لپاره بریدونه کوي


د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش وايي چې طالبان د هدفي بریدونو په ترسره کولو سره غواړي چې د سولې د مذاکراتو پر میز زیات امتیازات ترلاسه کړي.

ښاغلي دانش چې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۴) په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو په لومړي ملي کنفرانس کې وینا کوله وروستیو هدفي بریدونو ته په اشارې وویل چې د "افغانستان دښمن" د ډموکراسۍ زړه، د بیان ازادي، د قانون حاکمیت، انتخابات او بشري حقونه په نښه کوي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې د "افغانستان د نظام دښمنان" غواړي چې د دغو بریدونو له لارې په خلکو کې ویره او وحشت خپور کړي" په دویم پړاو کې (غواړي) چې د دولت او خلکو ترمنځ واټن او بیلوالی راولي... درېیم دا چې د مذاکرې پر میز امتیاز واخلي او یا په حقیقت کې د سولې پروسه له کړکیچ سره مخامخ کړي".

د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال ټینګار وکړ چې په داسې یو وضعیت کې افغانان، سیاستوال او مسولین باید د رواني جګړې ښکار نشي.

همداشان ښاغلي دانش وویل چې د سولې د ویم پړاو مذاکرات باید په ټاکلي وخت پیل شي او زیاته یې کړه چې افغان حکومت په دې برخه کې له وړاندې خپل ښه نیت څرګند کړی دی.

خو هغه وویل چې طالبانو له امریکا سره د سولې د توافق پر خلاف د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه کړې او دغه راز له تروریستي ډلو سره د پریکون په برخه کې یې هم هیڅ اقدام نه دی کړی.

سرور دانش زیاته کړه: "موږ هیله لرو چې د طالبانو ډله د پوچو او سخت‌دریځۍ شعارونو په ورکولو سره د سولې د پروسې په وړاندې خنډ نشي او د مذاکراتو د دویم پړاو په پیلېدو سره دې د د مذاکراتو پر اجنډا هم توافق وشي او دغه راز په لومړي فُرصت کې عمومي اوربند وشي".

طالبانو تراوسه د افغانستان د جمهور رئیس د دویم مرستیال څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د سولې بین‌الافغاني مذاکرات د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۲ په رسمي ډول د قطر په پلازمینې دوحه کې پیل شول او د افغان دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاو له څه باندې دوه میاشتې لانجمنو بحثونو وروسته د سولې پر کړنلارې توافق وکړ.

دواړو خواو تیره اونۍ په یوې ګډې اعلامیې کې د ۲۰۲۱ د جنوري تر پنځمې د سولې پر اجنډا باندې د سلامشورو لپاره د مذاکراتو لړۍ ودروله.

XS
SM
MD
LG