د لاس رسي وړ اتصالات

خالد: ډاډه نه یو چې د سولې خبرې نتیجه ورکړي


د افغانستان دفاع وزارت ته نوماند اسدالله خالد
د افغانستان دفاع وزارت ته نوماند اسدالله خالد

د افغانستان دفاع وزارت ته نوماند اسدالله خالد وايي چې د طالبانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو اقداماتو ته په پاملرنې د دغې ډلې له لورې سولې ته د رسېدو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هېڅ نښې نه لیدل کېږي.

ښاغلي خالد د سې‌شنبې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۷) ولسي جرګې ته د خپلو پلانونو د وړاندې کولو پر مهال وویل چې طالبانو د قطر له مذاکراتو څخه ناوړه استفاده کړې خو د سولې د ټینګېدو لپاره یې تراوسه ګام نه دی پورته کړی.

هغه زیاته کړه: "ډاډه نه یو چې دا مذاکرات نتیجه ورکړي، خو دا په دې معنی نه ده چې موږ د دغو مذاکراتو مخالف یو... تراوسه د دښمن او نړیوالو ملاتړو له خوا یې (سولې ته) هېڅ اراده نه وینو. لا هم په کوټه کې مرکزونه فعاله دي، په میران‌شاه کې مرکزونه فعاله دي، لا تراوسه په کراچۍ، لاهور او راولپنډۍ کې د دوی مرکزونه، کورونه (شته) او د ټپیانو تداوي دوام لري".

ښاغلي خالد دغه راز ټینګار وکړ که چېرې سوله هم راشي د افغانستان له ملي اردو پرته، د طالبانو په ګډون بل هیڅ ځواک د سولې ساتنه نشي کولی.

د سولې بین‌الافغاني مذاکرات د سپټمبر میاشتې په ۱۲مه په دوحې کې پیل شول، خو د څه باندې دوو میاشتو په تېرېدو سره په دغو مذاکراتو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د بهرنیو ځواکونو وتل

د افغانستان دفاع وزارت ته نوماند د خپلو خبرو په دوام وویل چې ټول له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښمن دي خو د هغه په وینا تراوسه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو تصمیم نه دی نیول شوی.

ښاغلي خالد د ولسي جرګې غړو ته په خطاب وویل: "ښايي د (بهرنیو ځواکونو) شمیرکم شي، خو د دې امکان هم شته چې زیات شي... که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نن ۹۶سلنه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کېږي او ستاسې خپله اردوي یې کوي".

اسدالله خالد ټينګار وکړ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوازې سر له خپلې خاورې څخه دفاع کولی شي.

تیره ورځ د سي.‌ان‌.ان ټلویزیون د یو شمیر امریکايي پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړ مخکې له دې چې جمهور رئيس ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه ووځي د روانې اونۍ او د ۲۰۲۱ د جنوري تر ۲۰مې به نوموړی په افغانستان او عراق کې د امریکايي سرتیرو د شمیر د کمولو فرمان ورکړي.

د امریکا د سنا د اکثرو غړو مشر میچ مک کانل د جمهور رئيس ټرمپ د دې تصمیم په تړاو انتقاد کړی او خبرداری یې ورکړی چې د دې اقدام عملي کول د امریکا دښمنانو ته د ډالۍ ورکولو په معنا دی او په سیمه کې د شویو پرمختګونو د کمزوري کېدو لامل کېږي.

مک کانل د دوشنبې په ورځ ویلي: "په بیړې سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل زموږ متحدینو ته زیان رسوي او د هغو کسانو د خوشحالۍ لامل کېږې چې موږ ته زیان اړوي".

دا مهال په افغانستان کې شاخوا ۴۵۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري او د ډونالډ ټرمپ د تصمیم په اساس ښايي دغه شمیر ۲۵۰۰ ته راکم شي.

XS
SM
MD
LG