د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ‌ښځې نړیوالې ټولنې ته: د سولې خبرو کې دې زموږ حقونه خوندي شي


د افغانستان د دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو د پیل په درشل کې افغان میرمنو په یو لیک د خپلو حقونو او د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

دغه لیک چې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ۱۵زره میرمنو ورباندې لاسلیک کړی د پنجشنبې په ورځ د سپټیمبر په ۱۰ (وږي ۲۰) د افغان ښځو د ولایتي شبکو او د سولې او ډیموکراسۍ بنسټ له لورې په یوې غونډه کې وړاندې شو.

د سولې او ډیموکراسۍ بنسټ مرستیالې فروزان رسولي په دې غونډه کې وویل، د دغه لیک له لارې غواړي نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ناټو ته چې د افغانستان د سولې، امنیت او د ښځو د حقونو د دفاع لپاره حضور لري یوه یادونه وکړي.

اغلې رسولي زیاته کړه چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي خو دوی باید په غیرمسولانه توګه له دغه هېواد څخه ونووځي.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا غړې صفیې صدیقي وویل چې سوله یوازې د ښاري سیمو د ښځو اړتیا نه ده بلکې ټولې هغه ښځې چې به افغانستان کې اوسېږي ورته اړتیا لري. د اغلې صدیقي پر وینا روانه جګړه د افغانستان په هره سیمه کې ښځو ته زیان رسوي.

هغې ټینګار وکړ: "موږ هغه خلک چې ۱۸ کاله مخکې وو او په پټو سترګو تللو، نه یو؛ اوس موږ هر یو کولی شو چې خپل غږ پورته کړو او د هغو ۱۵زره ښځو استازي واوسو چې لاسلیک یې کړی".

د افغانستان د دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو کره وخت تراوسه څرګند شوی نه دی. د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویلي چې د دغو مذاکراتو د پیل لپاره چمتوالی بشپړ شوی دی.

خو طالبانو ویلي چې د لیست په اساس د دوی ټول بندیان د افغان حکومت له زندانونو څخه خوشې شوي نه دي او د بندیانو د خوشې کولو بهیر له بشپړېدو وروسته به د افغانستان د دولت له مرکچي پلاوي سره مذاکراتو ته حاضر شي.

له دې وړاندې هم د ښځو له حقونو څخه د دفاع یو شمیر بنسټونو طالبانو ته په یو پرانیستي لیک کې ویلي چې اجازه نه ورکوي چې یو ځل بیا د افغانانو وړتیا، استعدادونه، حقوق او عزت د سیاسي وضعیت قرباني شي.

دغو بنسټونو ټینګار کړی: "موږ د اکثرو افغان ښځو او نارینه‌و په شان اندېښنه لرو که چېرې د دوو لسیزو اساسي لاسته راوړنې ونه‌ساتو، د سولې بیه به ډېره درنه تمامه شي".

دغه راز تیره ورځ د بخښنې نړیوال سازمان وویل د جګړې قربانیان باید د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې استازي ولري او د عدالت لپاره د هغوی غوښتنو ته پاملرنه وشي.

دغه نړیوال بنسټ له مذاکره کوونکو ډلو او د افغان سولې د خبرو له کوربه هېوادونو څخه غوښتي چې د جګړې قربانیان او ښځې باید په دغه بهیر کې اغیزمن حضور ولري او په هر ډول معامله کې د هغوی حقونو ته درناوی وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه راز د سولې له مذاکراتي ډلو او ښکیلو خواو په ځانګړي ډول د افغانستان دولت څخه غوښتي چې د بشري حقوقو په برخه کې د ترلاسه شويو پرمختګونو د خوندیتوب او د افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو بشري حقوقو ته د سولې په هوکړه کې د ځای ورکولو په تړاو ډاډ ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG