د لاس رسي وړ اتصالات

اپرېل میاشت کې ۳۸۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ـ یوناما


افغان حکومت او طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې
افغان حکومت او طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمیر پر زیاتوالي باندې ژوره اندیښنه ښودلې او پر ټولو غاړو یې د لفظي جنګ د درولو غږ کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" یوه اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ د مې ۱۹ (غوايي ۳۰) خپره کړې ویلي چې یوازې د تیر اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د بریدونو په پایله کې ۲۰۸ ملکي افغانانو او د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۱۷۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

"یوناما" وايي چې د طالبانو په بریدونو کې ملکیانو ته اوښتې مرګ ژوبله د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې پرتله ۲۵ فیصده زیاته ده او د روان ۲۰۲۰ کال د مارچ د میاشتې پرتله ۲۵ فیصده زیاتوالی ښيي.

همداشان "یوناما" وايي چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې پیښ شوي ملکي تلفات د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې پرتله ۳۸ فیصده زیات دي او هم د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ د میاشتې پرتله ۳۷ فیصده زیاتوالی ښيي.

"یوناما" د طالبانو، افغان امنیتي ځواکونو او په هغو بریدونو کې چې مسولیت یې اسلامي دولت یا داعش ډلې په غاړه اخیستی د ملکي تلفاتو په زیاتیدو ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي دي چې دغه شمیرې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه د دغې ادارې د نیمایي کال د رپورټ لپاره د بیا او کره کتنې وړ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز چې د یوناما مشره هم ده د ښکیلو غاړو ترمنځ د ژر خبرو د پیل غوښتنه هم کړې ده.

میرمن لاینز وویل"زه د جګړې د دریدلو غږ کوم او له ښکیلو خواوو څخه غواړم چې د بشردوستانه قانون درناوی وکړي چې موخه یې د ملکي وګړو ساتنه ده."

میرمن لاینز زیاته کړې"ښکیلو اړخونو ژمنه کړې چې یوه سوله ییزه حل لاره به لټوي او باید د ټولو افغانانو ژوند خوندي کړي او همدارنګه د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د خلکو هیلې له خطر سره مخامخ نه کړي."

ملګري ملتونه د ملکي تلفاتو د زیاتوالي او نړیوال بشردوستانه قانون ته د ښکیلو اړخونو د نه درناوي له امله ژوره اندیښنه لري چې پر روغتیایي مرکزونو د وروستیو بریدونو، روغتیایی کارکونکو ته د ګواښونو، د هوایی بریدونو د ترسره کولو پر مهال د احتیاطي اقداماتو د نه تر سره کولو او په ملکي میشتو سیمو کې د چاودیدونکو توکو د لوړې کچې د کارولو پرمهاللیدل شوي دي.

تیره اوونۍ په کابل کې په یوه روغتون د برید سربیره چې پړه یې چا نه ده منلې، د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې یوناما د طالبانو لخوا د ۱۵ روغتیایي کارکونکو تښتونه، روغتیایي کارکوونکو ته ګواښ او همدارنګه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له روغتیایي کارکونکو څخه د طبي وسایلو اخیستلو په اړه مستند معلومات راټول کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، روغتیایي کارکوونکي او روغتیايي مرکزونو له برید څخه ځانګړی خوندیتوب لري.

ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د کرونا د ویروس د وبا د خپریدو پرمهال پر روغتیايي مرکزونو او روغتیايي کارکوونکو باندې بریدونه به د دغه هیواد پر روغتیايي سیستم باندې ناوړه اغیزه وکړي او پر روغتیايي کارکوونکو، مرکزونو او ملکیانو باندې قصدي بریدونه ممکن جنګي جرمونه وګڼل شي.

"یوناما" په دغه اعلامیه کې په دې وروستیو کې د افغان حکومت، امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو د چارواکو ترمنځ لفظي شخړو ته هم اشاره کړې او پر ښکیلو غاړو یې د لفظي جنګ د درولو غږ کړی دی.

"یوناما" ویلي، لفظي شخړې د هغو افغانانو سره مرسته نشي کولی چې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلیدو لپاره هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ویلي چې په وروستیو اونیو کې د ټولو اړخونو لخوا تور لګونکو بیانونو او دسختو لهجو کارولو منفي رول لوبولی دی.

"یوناما په دغه اعلامیه کې د روانې مې د میاشتې په ۱۲ د کابل د برچي روغتون باندې برید چې لږترلږه ۲۴ ماشومان او امیدواره ښځې یې ووژلې او په همدې نيټه د ننګرهار ولایت کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید چې لږ ترلږه ۱۹ ملکیان یې ووژل او ډیر نور یې ټپیان کړل او هم دمې په ۱۴ مه د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د طالبانو لخوا ادعا شوی ځانمرګی موټر بم برید چې لږترلږه۳۳ تنه ملکیان پکې ټپیان شول یادونه شوې ده.

په دغه اعلامیه کېدمې په ۱۱ په بلخ کې دافغان امنیتي ځواکونو هوایي برید چې نهه ملکي وګړي پکې مړه او۱۳ نور ټپیان شول په داسې حال کې چې دوی د طالبانو لخوا د امنیتي ځواکونو د مخنیوي لپاره د یو سړک ویجاړولو ته اړ ایستل شوي وو هم یادونه شوې ده.

"یوناما" ویلي، داډول بریدونه ددې اړتیا په ګوته کوي چې د شخړې ټول اړخونه دې د احتیاطي تدابیرو، د توپیر او تناسب د اصولو په ګډون د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي.

افغان حکومت او طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG