د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د امریکا د پوځي اډو جوړېدو ته د طالبانو خبرداری


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

وسله والو طالبانو په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي اډو جوړېدو په اړه د راپورونو خپرېدو ته غبرګون ښودلی او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (غبرګولې پنځمه) په یوې اعلامیې کې د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتي چې پخپلو خاورو کې د امریکا پوځي اډو ته د جوړېدو اجازه ور نکړي.

طالبانو په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو جوړېدل «لویې بدنامي او تېروتنه» بللې ده او خبرداری یې ورکړی چې هغوی (طالبان) به د دغه ډول «ناسم او تحریک کوونکي» عمل په وړاندې چوپ پاتې نشي.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې د امریکا متحده ایالات د سیمې هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان د همکارۍ را جلبولو په هڅه کې دي تر څو د افغانستان د ثبات په برخه کې مرسته وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن واک ته له رسېدو وروسته وویل چې د سیمې هیوادونه په ځانګړي ډول پاکستان باید د افغانستان د ثبات په برخه کې همکاري وکړي.

له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پر دغه هیواد د نظارت یو انتخاب د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول په پاکستان کې د پوځي اډو جوړول یا د هغه هیواد له پوځي اډو څخه استفاده کول دي.

د وسله والو طالبانو په اعلامیه کې راغلي: "دا چې موږ نورو ته بار بار ډاډ ور کړی چې زموږ خاوره به د چا د امنیت پر ضد نه استعمالېږي، همدارنګه له نورو څخه هم غواړو چې خپله خاوره او هوايي حریم زموږ د هېواد پر خلاف استعمال نه کړي. که داسې ګام واخیستل شي، بیابه د هر ډول ناخوالو او مشکلاتو مسئولیت د هغه چا پر غاړه وي چې د دې ډول اشتباهاتو مرتکب کېږي."

پر همدې مهال پاکستاني چارواکو د خپل هیواد په قلمرو کې د امریکا د پوځي اډو جوړېدو ته د زمینې برابرول رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون سې شنبه د پاکستان د پارلمان سنا مجلس ته وویل چې امریکا ته په هغه هیواد کې نه د پوځي اډو جوړېدو اجازه ورکول کیږي او نه هم په یاد هیواد کې له مېشتو پوځي اډو څخه د الوتنو او یا نورو عملیاتو لپاره اجازه ورکول کیږي.

له افغانستان څخه د ټولو نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د مرکزي اسیا له یو هیوادونو څخه د نظارت لپاره د امریکا د پوځي اډو جوړول له احتمالي انتخابونو څخه دي.

خو د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې تاجکستان او ازبکستان به متحده ایالاتو ته پخپلو خاورو کې د پوځي اډو جوړېدو اجازه ور نکړي.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر د روانې مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پيل شو چې ټاکل شوې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې بشپړه شي.

XS
SM
MD
LG