د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: بنګله دېش افغانستان ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې، د چهارشنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) بنګله دیش افغانستان ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

د ډي ایل ایس د پرېکړې په اساس افغانستان د دې لوبې د ګټلو دپاره په ۴۳ اورونو کې ۱۶۴ منډو ته اړتیا لري.

د بنګله دېش په چټاګانګ بندري ښار کې د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي وګټله او لومړی يې د بالینګ پرېکړه وکړه.

د افغانستان تیز بالر فضل الحق فاروقي په نهو اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او د بنګلدېش درې لوبغاړي یې وسوځول.

راشد خان په نهه اوورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او د بنګله دېش دوه لوبغاړي یې وسوځول. مجیب الرحمن هم په نهو اوورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د بنګله دېش د بیټینګ په برخه کې توحید هریدوی ترټولو زیاتې منډې وکړې. هغه په ۶۹ توپونو د ۵۱ منډو کولو وروسته د فضل الحق فاروقي په توپ وسوځېد.

د بنګله دېش کپتان او پرانیستونکی توپ وهونکی تمیم اقبال چې په دغه لوبه کې د ښه لوبېدو تمه ورڅخه کېدله، په ۲۱ توپونو باندې د ۱۳ منډو کولو وروسته د فضل الحق فاروقي په توپ وسوځېد.

د بنګله دېش بل پرانیستونکی توپ وهونکی لینټن داس په ۳۵ توپونو باندې د ۲۶ منډو کولو وروسته د مجیب الرحمان ځدران په توپ وسوځېدل.

د بنګله دیش د توپ وهنې په جریان کې لوبه دوه ځله د باران په وجه د ځنډېدو له کبله له پنځوسو اوورنو څخه ۴۳ اوورونو ته راکمه شوه.

افغانستان تېر کال د فبروري په میاشت کې له بنګله دیش سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۱ بایللې وه. دواړو خواوو ټولټال اته یو روځنۍ لوبې کړي چې درې د افغانستان او پنځه د بنګله دېش په ګټه تمامې شوې دي.

د افغانستان لوبډله: حشمت الله شهیدي (کپتان)، رحمت شاه، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، محمد سلیم صافی.

د بنګله دیش لوبډله: تمیم اقبال (کپتان)، لیټن داس، نجم الحسین، شکیب الحسن، مشفیق الرحیم، توحید هریدوی، عفیف حسین، مهدي حسن میراز، تسکین احمد، مستفیض الرحمان، حسن محمود.

This item is part of
XS
SM
MD
LG