د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي آسیا کې افغانستان د نفوسو تر ټولو چټکه وده لري


د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د جنوبي آسیا په کچه افغانستان د نفوسو تر ټولو چټکه وده لري.

د دغې ادارې رئيس احمد جاوید رسولي، د پنجشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۰مه) د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، افغانستان اوسمهال ۳۲.۲ میلیونه نفوس لري، خو هرکال په دغه هیواد کې د نفوسو وده ۲.۱۴ فیصدو ته رسیږي.

د ښاغلي رسولي پر وینا، د افغانستان د ټول نفوس ۱۶.۴ میلیونه وګړي سړي او ۱۵.۸ میلیونه یې ښځې دي، چې نږدې ۴۸ فیصده یې له پنځلسو کلونو څخه کم عمر لري.

هغه زیاته کړه: "په جنوبي آسیا کې چې موږ په کې موقعیت لرو د نفوسو وده ۱.۲۰ ده، که دا پرتله کړو نو افغانستان تر ټولو زیاته د نفوسو چټکه وده لري، چې ۲.۱۴ ده".

د افغانستان د اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی، که چېرې په افغانستان کې د نفوسو وده په همدې ترتیب وده وکړي، نو تر ۲۰۵۰ کاله پورې به د دغه هیواد نفوس دوه برابره شي او په همدې اندازه به د خدماتو د وړاندې کولو کچه راټیټه شي.

ننګونې او فُرصتونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په افغانستان کې د نفوسو چټکه وده د تلپاتې انکشافي اهدافو په برخه کې دغه هیواد له ننګونو سره مخامخ کوي.

د دغې ادارې رئیس احمد جاوید رسولي وویل، د افغانستان اقتصادي وده په یو کال کې ۲.۷ فیصدو ته رسیږي، چې دا د نفوسو د ودې په پرتله خورا ټیټه شمیره ده.

ښاغلي رسولي زیاته کړه: "تر ۲۰۳۰ پورې چې کوم اهداف ټاکل شوي ترڅو موږ ورته ځان ورسوو، د نفوس او اقتصاد دغې ودې ته په کتو ښايي دا ډيره سخته وي او د یوې هراړخیزې برنامې له مخې باید کار وشي، ترڅو وشو کولی تلپاتې انکشاف ته ورسیږو، د نفوسو وده تلپاتې انکشاف ته د رسیدو په وړاندې یو خنډ دی".

خو ښاغلي رسولي وویل، د نفوسو وده هغه مهال په اقتصادي فُرصت بدلیدلی شي، چې په افغانستان کې د ځوان نفوس لپاره د کار زمینه برابره شي.

هغه وویل: "که برنامه داسې جوړه شي، چې لومړی دا ځواک مدیریت شي، په یو متخصص ځواک بدل شي، دویم که دوی ته د کار زمینه برابره شي، برعکس کولی شو چې له ځوان ځواک څخه چې د کار مارکیټ ته دننه کیږي، د بدلون او د اقتصادي ودې په پورته وړلو کې استفاده وکړو".

نوموړي ټینګار وکړ، که چیرې له دغو فُرصتونو څخه سمه استفاده وشي، نو د افغانستان د ملي اقتصاد پر ودې به مثبته اغیزه وکړي.

د احصایې او معلوماتو ادارې د شمیرو په اساس، د افغانستان نږدې ۵۰ فیصده نفوس د کار په شرایطو برابر دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت شمیرې ښيي، چې اوسمهال ۱.۹ میلیونه د کار په شرایطو برابر کسان له بې‌کارۍ کړیږي او هرکال ۴۰۰زره کسان په دغې شمیرې ورزیاتیږي.

XS
SM
MD
LG