د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې یواځې څلور سيکان پاته دي


په لشکرگاه ښار کې د عطار سینگ دکان
په لشکرگاه ښار کې د عطار سینگ دکان

۲۰ کاله وړاندې په هلمند کې د سيکانو۱۳۰ کورنيو ژوند کاوه، خو اوس پدې ولایت کې یواځې څلور سیکان اوسیږي چې هغوی هم خپلې کورنۍ هند ته استولي دي.

په افغانستان کې د افغان سيکانو د ۳۶۰۰۰ کورنيو څخه اوس شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ په هیواد کې پاته دي او پاته نور يې د امنیتي مشکلاتو په گډون د ګڼو ستونزو له امله له دې هیواده نه بهر ته مهاجر شوي دي.

په هلمند کې افغان سيکانو په ښار او ولسواليو کې دوکانونه او جايدادونه درلودل، خو د امنيتي ستونزو له امله دوی يواځې په ښار کې مېشت شول چې په وروستيو کلونو کې يې په ښار کې هم استوګنه ستونزمنه شوه.

د ۲۰۱۳ میلادي کال په لومړيو کې ۵۶ سيک کورنيو هلمند پرېښود او هند ته مهاجر شول. د پنځو کلونو په تېرېدو سره يواځې ۴ سيکان پاته شول چې دغو څلورو سیکانو هم خپلې کورنۍ هند ته لېږلي دي او خپله په لښکرګاه ښار کې د يوناني درملو دوکانونه لري.

عطار سینگ په لشکرگاه کې د یوناني درملو دکان لري
عطار سینگ په لشکرگاه کې د یوناني درملو دکان لري

عطار سينګ چې څه موده يې په کابل کې ژوند کاوه، بېرته هلمند ته راغلی چې پدې ولایت کې خپل سوداګريز فعاليتونه پيل کړي، خو د جلال آباد د جولای د ۱ نېټې بريد چې په هغه کې ۱۴ تنه سيک افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته عطارسینگ اندېښمن کړی دی.

هغه وایي دا دوهم ځل دی چې د سيکانو په اقليت باندې بريدونه کېږي. ښاغلی سينګ چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې يې په هلمند کې ژوند کاوه د دولت څخه د امنيت د راوستلو غوښتنه کوي چې د هغه په وینا د بېګناه افغانانو د مرګ ژوبلې مخنيوي وشي.

د لشکرگاه ښار د یوناني درملو افغان سیک دکاندار چرن سینګ
د لشکرگاه ښار د یوناني درملو افغان سیک دکاندار چرن سینګ

عطار سينګ د خپلو ۳ نورو ملګرو سره په لښکرګاه ښار کې ددوی په پخواني درمسال کې استوګن دی.

هغه وايي په هند کې يې ژوند ستونزمن دی، د امنيت په تامين سره به خپلې کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې کړي او همدلته به له خپلو کورنيو او هیوادوالو سره په ګډه ژوند وکړي.

د روسانو د يرغل په وخت کې د عطار سينګ په ونیا د هغه د کورنۍ اوه غړي وژل شوي دي، تر دې پېښې وروسته دا دوهم ځل دی چې په سيک اقليت باندې په جلال آباد کې بريد کېږي.

د یکشنبې په ورځ (جولاۍ۱) په جلال اباد کې د سیکانو یو شمېر استازي له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدو لپاره پر لار و چې ځانمرګی برید پرې وشو. په برید کې شاوخوا ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۰ ژوبل شوي چې چې اکثریت یې سیکان او هندوان دي.

دی وایي، افغان سيکان د افغاني ټولنې يو بېطرفه طبقه ده چې په سياسي تنظيمونو کې برخه نه لري.

رپوټ: عمر لمر - امریکا غږ لښکرگاه

XS
SM
MD
LG