د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو کمېسیون د زندانیانو پر تبادلې اندېښنه ښودلې


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د افغانستان امریکايي پوهنتون له دوو بهرنیو استادانو سره د انس حقاني په ګډون د طالبانو د ډلې د درېیو مهمو غړو د تبادلې د اعلان په اړه دوه ورځې وروسته غبرګون ښودلی او دا اقدام یې د اندېښنې وړ بللی دی.

د بشري حقونو کمېسیون ویلي: "دا کمېسیون اندېښنه لري، چې د زندانیانو د تبادلې په اړه وروستی اقدام، د عدالت د تامینولو او حساب ورکولو لپاره د قربانیانو د مکررو غوښتونو په له پامه غورځولو سره، د معافیت فرهنګ پياوړی او دوامداره کړي او تلپاتې سولې ته د رسیدو امکانات له خطر سره مخامخ کړي".

د بشري حقونو کمېسیون ټینګار کړی، چې د سولې د خبرو په هر پړاو کې د جګړې د قُربانیانو حضور او ونډه اړینه ده، ترڅو له دې لارې پخ افغانستان کې تلپاتې او عادلانه سوله ټینګه شي.

دغه کمېسیون ویلي، که چیرې د جګړې ښکېلې خواوې او نړیواله ټولنه د قُربانیانو بشري حقونو او د هغوی غوښتنو ته پاملرنه ونکړي، د سولې په بهیر به د خلکو باور کم شي.

دغه بنسټ زیاته کړې ده، چې د سولې په خبرو کې د جګړې د قُربانیانو د غوښتنو له پامه غورځول به د دغه بهیر اعتبار ته جدي زیان ورسوي.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د طالبانو د ډلې درې مهم غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې خوشې کوي.

له دې وړاندې د مدني ټولنې فعالانو او یو شمیر سیاسي ډلو، په افغانستان کې د حقاني شبکې له خونړیو بریدونو وروسته، په کراتو د انس حقاني او نورو طالب بندیانو د اعدامولو غوښتنې کړې وې.

XS
SM
MD
LG