د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره د تاوتریخوالي کمېدل اړین دي


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې تېره اونۍ یې دوه ځله کابل ته سفر درلود، د خپل سفر تر پای ته رسېدو وروسته یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره د تاوتریخوالې کمېدل اړین بللې دي.

په کابل کې د امریکا سفارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي خلیلزاد تېره اونۍ کابل ته د خپلو سفرونو پر مهال له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس په ګډون له پخوانیو چارواکو، د مدني ټولنو له استازو او د یني عالمانو سره کتنه کې له هغوی سره د خپل ماموریت په اړه غږېدلی او د سولې د بهیر په اړه یې د هغوی نظریات هم اورېدلي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "ځانګړي استازي پر دې ټینګار وکړ، چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یو سیاسي جوړ جاړي ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي کمېدل د تلپاتې سولې د راوستو لپاره ضروري دي."

ښاغلي خلیلزاد د اکتوبر پر ۲۵مه په مسکو کې د افغانستان په اړه د چین، مسکو او پاکستان له استازو سره په څلور اړخیزې غونډه کې تر ګډون وروسته له کابل او اسلام اباد څخه د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې لیدنه وکړه.

کابل ته د خلیلزاد سفر د تېرې اکتوبر میاشتې له ۲۶ مې بیا د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې وشو، وروسته نوموړي پاکستان ته سفر وکړ، چې د همدې میاشتې پر ۲۹مه بېرته کابل ته راغی او پرون جمعه د نومبر پر لومړۍ نېټه یې سفر پای ته ورسېد.

افغان حکومت ویلي، چې د ښاغلي خلیلزاد سفر د طالبانو لخوا د افغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د خوشي کولو د هڅو په ترڅ کې تر سره شوی دی.

طالبانو ته نژدې سرچینو هم ویلي، چې دغې ډلې زلمي خلیلزاد ته د انس حقاني او حافظ رشید عمري په ګډون د اتیا تنو بندیانو یو لیست سپارلی، چې طالبان غواړي د یادو استادانو په بدل کې راخوشي کړي.

تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم وویل، چې افغان حکومت د افغان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشي کېدو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

خو خپله ښاغلي خلیلزاد او د امریکا حکومت د یادو استادانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې ښاغلي خلیلزاد پاکستان ته د سفر پر مهال له طالب استازو سره لیدنه کې د یادو استادانو د خوشي کولو په اړه خبرې کړي وې.

XS
SM
MD
LG