د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په پوځ کې داخلي بریدونه زیات شوي دي- سیګار


سیګار وايي په اتو میاشتو کې په افغان او بهرنیو ځواکونو ۵۴ بریدونه شوي دي
سیګار وايي په اتو میاشتو کې په افغان او بهرنیو ځواکونو ۵۴ بریدونه شوي دي

سیګار وايي په تېرو اتو میاشتو کې افغان ځواکونو په خپلو ملګرو او د ناټو په سرتېرو باندې۵۴ بریدونه کړي دي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش سیګار وايي چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګست تر ۱۵ نېټې پورې په داخلي بریدونو کې ۹۷ افغان او درې امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

سیګار وايي امریکايي ځواکونو ورته ویلي چې په دغو بریدونو کې ۵۰ افغان او لس بهرني سرتېري ژوبل شوي هم دي. خو وايي چې د تېرکال په پرتله دا ډول بریدونو کې د افغان ځواکونو تلفات کم شوي، تېرکال ۱۲۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي او ۷۰ ژوبل شوي وو.

سیګار وايي سږکال ۴۸ بریدونه په افغان او شپږ یې په بهرنیانو شوي دي، وايي د تېرکال په پرتله دا بریدونه ۲۲ فیصده په افغان او څلور فیصده په بهرنیو ځواکونو زیات شوي دي او که همداسې روان وي شاید د ۲۰۱۶ ټول کال د داخلي د بریدونو څخه یې هم شمېر زیات شي.

په ۲۰۱۶ کال کې په افغان ځواکونو باندې ۵۶ او بهرنیانو باندې څلور دا ډول بریدونه شوي وو. سیګار دا د اکتوبر په وروستۍ کې دا راپور خپور کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي دوې د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره تګلاره جوړه کړې ده. خو هغه ونه ویل چې په داخلي بریدونو کې په تېرو څو کلونو کې څومره افغان سرتېري وژل شوي او ژوبل شوي دي.

سیګار وايي دا تلفات په ۲۰۱۴ کال کې چې افغان پوځ له بهرنیانو د نظامي عملیاتو مشري واخیسته، زیات شوي دي. د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل وايي دا ډول بریدونه تر ډېره د پوځ په لیکو کې د قانون او نظم په نشتوالي دلالت کوي.

ښاغلي امرخیل امریکا غږ اشنا ته وویل "د نظم، قانون او ترلاسه لاندې کسانو حقوقو ته باید احترام وشي. سرتېرو ته باید د آمر، امر د تعمیل مانا ولري. له بده مرغه افغانستان کې داسې حالت دی چې نظامي قوتونه، ډېر مسلکي نظامیان نه دي چې د اوامرو اطاعت او خپل مسول ته احترام وکړي".

د پوځي چارو ځینې کارپوهان په دې باور دي چې دا ډول بریدونه معمولآ د سرتېرو ترمنځ د ناسم پوهاوي، متقابل احترام او کله ناکله د دودیزو تفاتونو له کبله کیږي. خو په ځینو پېښو کې طالبانو د بریدونو مسولیت اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG