د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د جنگیالیو مرگ ژوبله دوه چنده شوې


تیر کال د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د جگړې له میدان څخه ۱۵۲۸ ټپیان روغتونونو ته لیږدولي دي.
تیر کال د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د جگړې له میدان څخه ۱۵۲۸ ټپیان روغتونونو ته لیږدولي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې د ٢٠١٥ کال په پیل سره د پراخو بریدونو او روغتنیایي خدمتونو ته د لاس رسي د کموالي په گډون بې شمیره ستونزې هغه واقعتیونه دي د افغاسنتان له جگړې ستړي خلک ورسره مخامخ دي. په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د کمښت هیڅ نښه نښانه نه ښکاري، داسې ویره شته چې په روان کال کې د افغانستان وضیعت کیدای شي نوره هم خطرناک شي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې یا د ICRC د هیئت رئیس جین نیکولاس مارتی، په افغانستان کې وویل د جگړو له قواعدو څخه د جدي سرغړومې په گډون اوږده او بې کنتروله جگړه، اوس هم د افغانستان پر خلکو دردونکي اثرونه پریښي دي.

د ICRC د دې مقام په وینا افغانستان ته د بشري مرستو په کمیدو سره، تمه ده چې په دې هیواد کې د جگړې د قربانیانو وضیعت له پخوا څخه زیات خراب شي.

په تیرو ١٢ میاشتو کې د تاوتریخوالي زیاتیدل د ښاغلي مارتي په وینا د سره صلیب د نړیوالې کمیټې کارکوونکو ته چې په افغانستان کې فعالیت کوي څرگند دي او د بشري مرستو زیاتوالي ته یې اړتیا زیاته کړې ده.

د هغو ارقامو له مخې جې ICRC وړاندې کوي، تیر کال د بشري مرستو دا مرسته کوونکی بنسټ د جگړې له میدان څخه د ټپي شویو جنگیالیو د لیږدونې د ٣٧ فیصده زیاتوالي شاهد دی او د وژل شویو کسانو د مړو د پاتې شونو لیږدونه دوه چنده شوې ده.

په افغانستان کې د ICRC د مرستو هم آهنگ کوونکی مریک رسیچ، د امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل چې په تیر کال کې دې بنسټ د جگړې د میدان ۱۵۲۸ تنه ټپیان روغتونونو ته لیږدولي دي، خو څرگنده یې نه کړه چې د دې جملې نه څومره ټپیان یې دولتي سرتیري او څومره یې وسله وال مخالفین وو.

ښاغلي رسیچ زیاته کړه چې ICRC په ۲۰۱۳ کال کې ۶۲۰ وژل شوي جنگیالي او په ۲۰۱۴ کال کې ۱۳۷۲ وژل شوي جنگیالي روغتونونو ته لیږدولي دي چې د هغو سیمو د جگړې له میدان څخه د وژل شویو په انتقالولو کې په سلو کې ۱۲۵ زیاتوالی ښي چې نور مرسته رسوونکي بنسټونه ورته لاس رسی نه لري.

د سره صلیب نړیواله کمیټه په دې رپوټ کې د هغو ټپیانو د ټپونو د خرابۍ په هکله چې د بدن غړي یې له لاسه ورکړي سنخته اندیښنه څرگنده کړې ده او ویلي یې دي چې دا ډول پیښې دوه او څتا درې چنده شوي دي.

دې کمیټې همداشان رپوټ ورکړی چې تیر کال ملکي افغانان د وضیعت د خرابۍ په وجه روغتیایي څارنې ته د لاس رسي د سخت کمبود سره مخامخ شوي وو. رپوټ وایي د سرې میاتې د روعتیایي شبکو په مرکزونو کې چې د نړیوال سره صلیب له لورې یې ملاتړ کیږي، روغتیایي خدمتونو ته د ناروغانو په لاس رسي کې په سلو کې ١٨ کموالی راغلی دی.

د افغانستان پر ملکي وگړو باندې تیر کال سخت او وژونکي بریدونه هم د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په رپوټ کې په ډاگه شوي دي، او په ځانگړې توگه ویل شوي چې جگړې ته د سیالو ډلو میل د ملکي وگړو او د جگړې د دواړو اړخونو د جنگیالیو د نه توپیر سبب شوی دی.

ښاغلي مارتي وویل "د ډله ییزې وژنې له وسلو او یا له وسلې نه د بې باکه گټې اخیستنې په دلیل " زیات شمیر غیر پوځیان د سیالو ډلو په جگړه کې هدف شوي دي. هغه زیاته کړه چې د نړیوالو قوانیو په بنسټ پر ملکي وگړو باندې بې توپیره بریدونه په مطلقه توگه بند دي او یوازې په جگړې کې ښکیلې ډلې باید د مرمیو هدف وي.

د سره صلیب نړیواله کمیټې همداشان ویلي دي چې په ٢٠١۴ کال کې یې د جنگ ځپلو سیمو د بې ځایه شویو وگړو سره خپلې مرستې زیاتې کړې دي. د دې رپوټ له مخې داخلي بې ځایه شویو ته د ICRC د خوراکي او نورو معیشتي توکو د مرستو کچه تیر کال په سلو کې څلویښت لوړه شوی ده.

افغانستان په روان کال کې د پراخوالي او لگښت له پلوه په نړۍ کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې دریم ستر ماموریت دی او افغانستان ته د دې ادارې سږنۍ بودجه ۸۰ میلیونو سویسي فرانکونو ته رسیږي چې شاو خوا ۸۷ میلیونه ډالر کیږي.

XS
SM
MD
LG