د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نن د سولې په اړه د نړیوالې غونډې کوربتوب کوي


د افغان سولې په اړه د سیمه‌ییزې او د افغانستان، چین او پاکستان له درې اړخیزې غونډو وروسته نن کابل د سولې په تړاو د یوې بلې نړیوالې غونډې کوربتوب کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د پنجشنبې په ورځ جولای نهمه (چنګاښ ۱۹) خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو، ناټو او اروپايي ټولنې اپه ګډون د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازي برخه اخلي.

هغه زیاته کړه: "ددې غونډې اجنډا به چې نن مازیګر جوړېږي، د بندیانو تبادله، د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو عاجل پیل، د تاوتریخوالي کچې کمول او د اوربند په ټینګېدلو باندې بحث او تبادل نظر وکړي".

دا په روانه اونۍ کې د افغان سولې په تړاو د سمیې او نړۍ د هېوادونو په ګډون درېیمه غونډه ده چې د افغانستان په کوربتوب د ویډیو کنفرانس له لارې جوړېږي.

لومړۍ غونډه د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د سیمې د هېوادونو، امریکا او نړیوالو بنسټونو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې ګډونوالو د طالبانو د تاوتریخوالي په غندنې سره د هغه د کچې پر راټیټولو ټینګار وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د سولې د خبرو د پیل لپاره لازم اقدامات وکړي.

دویمه غونډه په درې‌اړخیزه توګه د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د سې‌شنبې په ورځ وشوه چې په کې اسلا‌م‌اباد او بیجینګ له طالبانو څخه وغوښتل چې د تاوتریخوالي په کمولو سره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

درې‌واړو خواو دغه راز د تروریزم د بیا ظهور د مخنیوي لپاره د افغانستان شرایطو ته په پاملرنې په منظم او مسولانه ډول د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ.

د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار

له دې سره هم‌مهاله په کابل کې د کاناډا او استرالیا سفارتونو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی چې پر وینا یې د ولسي وګړو د وژل کېدو لامل کېږي غندلی دی.

دغو سفارتونو په یوې ګډې اعلامیې کې اندېښنه ښودلې چې د تاوتریخوالي دې کچې سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغانانو هیلې له ګواښ سره مخامخ کړې دي.

د کاناډا او استرالیا سفارتونو ټینګار کړی چې اوس په بیړني ډول د بشردوستانه اوربند د ټینګدو وخت رارسېدلی ترڅو د کروناویروس له امله زیانمنو خلکو ته د مرستې رسونې او د سولې خبرو د پیل لپاره د باور فضا رامنځ ته کولو ته زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG