د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: بندیانو سره د ناوړه چلند عاملینو ته سزا ورکوو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد په زندانونو او توقیف‌خونو کې د بندیانو ربړونې او ورسره د ناسم چلند په اړه د ملګرو ملتونو د راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته ویلي، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د فبروري څلورمه (سلواغه ۱۶) په یو بیان کې ویلي چې د زندانونو اداره له یو کال راهیسې خپلواک شوې خو په توقیف‌خونو کې له بندیانو سره د پولیسو د ناسم چلند د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات په پام کې نیول شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې د نافذه قوانینو او نړیوالو کنواسیونونو په اساس د افغانستان پولیس اړ دي چې له توقیف شویو او تر نظارت لاندې کسانو سره نیک چلند وکړي.

په بیان کې راغلي: "... دغه راز ډاډ ورکو په هغه صورت کې چې د پولیسو منسوبین یاد شوي موارد رعایت نه کړي او نقض یې کړي د قانون په مطابق به له هغوی سره جدي چلند وشي".

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د دغه وزارت اړوندو مسولینو ته سپارښتنه کړې چې په توقیف‌خونو کې د بندیانو د حقونو د ساتنې لپاره د بشري حقونو بنسټونو ته له توقیف‌خونو څخه د لیدنې زمینه برابره کړي.

همدا شان د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په توقیف‌خونو کې له بندیانو سره د ناسم چلند د مخنیوي لپاره د پولیسو په تعلیمي نصاب کې حقوقي معلوماتو ته ځای ورکړل شوی او په دې برخه کې پولیسو ته روزنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د محابسو د چارو د تنظیم ادارې تراوسه د ملګرو ملتونو د راپور په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی (یوناما) تیره ورځ په یو راپور کې وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په زندانونو کې د ربړونې او ناسم چلند په تړاو د معتبرو ادعاو کچه له کابو ۳۲سلنې څخه څه باندې ۳۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.

په راپور کې ټینګار شوی چې که څه هم دغه کچه راټیټه شوې خو لا هم د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو ربړونه او ورسره ناسم چلند دوام لري.

XS
SM
MD
LG