د لاس رسي وړ اتصالات

په اچین کې د 'بمونو مور' له برید وروسته ژوند څنګه دی


چارواکي وايي په دغه برید کې یې د داعش ډېر وسله وال وژلي دي
چارواکي وايي په دغه برید کې یې د داعش ډېر وسله وال وژلي دي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د اچین په ولسوالۍ کې د هغه" ستر بم" د غورځېدو په پایله کې لږ تر لږه ۹۴داعش جنګیالي چې څلور یې قوماندانان دي وژل شوي دي، خو تر اوسه لا سرتیري هغه سمڅو ته نه دي ور رسېدلي چې بمبار پرې شوی دی.

حکومتي او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ هوايي او ځمکني ځواکونه اوس مهال د اسد خېلو په تنګي کې ایسار دي او هغو سمڅو ته ایله څو سوه متره ساحه پاتې ده چې ځانونه ور ورسوي.

په سیمه کې حکومتي قواوې مخامخ ډېره جګړه نه کوي او ډېر زور یې بمبارۍ ته ورکړی دی.

د سترګو لیدلی حال

زموږ خبریال ذبیح الله غازي وايي د اسد خېلو تنګي ته ورغلی او هلته یې لیدلي دي چې ملکي وکړي په خپلو کروندو کې کار کوي.

سیمه ییز خلک تر اوږده ځنډ وروسته خپلې کروندې اوبه کوي او وايي دا ځل عملیاتو یې هېلې ډېرې دي.

سید امیر چې ځايي کروندګر دی وايي" عملیات ښه روان دي، کامیاب دي او داعشیان پورته سیمو ته بر شوي دي. کله چې قوه راغله نو داعشیانو له بره اوبه بندې کړې او نن مې دغه دی راوتړلې".

د ځواکونو پر سرونو د چورلکو ګرځېدل دوامداره دي.

ځايي چارواکو ویلي چې د امریکايي چولکې په ویشتل شوي خطرناک بم کې تر ۹۴ داعش جنګیالي وژل شوي چې ډېر یې بهرنیان دي، خو دا هغه څه دي چې د اسلامي دولت ډلې یې سپیناوی نه دی کړی.

نوموړی وايي "دلته یې پټنځایونه و ټول له منځه تللي دي، د مختلفو هېوادونو جګړه ماران په دغه لوی بم کې وژل شوي دي، چې څلور پکې مهم قوماندانان و".

په سیمه کې ډېر کورونه په ټوپکو راکټو او ان توغندي ویشتل شوي، حکومت یې د داعش وسله والو مېشت ځایونه ګڼي او وايي ولسي خلک ترې لا له وړاندې وتلي و.

په سیمه کې یوه لویه کلا اړنګه شوې او د خاورو سره خاورې ده.

یو سیمه ییز پولیس راته په سیمه کې وویل " په دې کور کې داعش و او بمبار پرې وشو، ددې کور والا هم داعشي و او اوس ترې ټول لاندې شوي دي".

خو د همدغه کور په اړه سیمه ییز خلک وايي چې دوه ماشومان پکې وژل شوي و. په عملیاتو کې پاکو شویو کلیو ته یوه نیمه کډه بېرته ورستنه شوې، خو په زړونو کې یې لا د ویرې څپې هماغسې خورې دي؛ ځکه په تېر څو واره عملیاتو کې حکومت ګټلې سیمې ونه شوې ساتلی.

څلور کوچنیان په خپل لنډ عمر کې په ډېرو پردو مېنو ګرځېدلي او وايي د کور په خوا کې ښوونځی یې یوازې ودانۍ پاتې ده.

عبد الواجد ددوی له ډلې یو دی. هغه وايي " داعشیان چې راغلل زمونږ په کور یې چاپه ووهله او مونږ وتښتېدو، جلال اباد ته لاړو، وروسته مارکو ته راغلو او یو وخت په خالص فامیلو کې و، دغه مخامخ زمونږ مکتب و بس چې داعش راغلل بند شو او بیا مې مکتب نه دی ویلی".

که څه هم دا ځل عملیاتو د پخوانیو عملیاتو خلاف پرمختګ ډېر شوی خو ولسي خلک یې د بیا ځلې ساتنې په تمه دي.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي دا ځلې ګټلې سیمې تر عملیاتو وروسته هم نه پرېږي.

XS
SM
MD
LG