د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا افغانستان کې د لنډ مهال لپاره خپل سفارت تړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د استرالیا صدراعظم سکات موریسن د امنیتي ستونزو له امله په افغانستان کې د لنډ مهال لپاره د خپل سفارت بندولو خبر ورکړی دی.

ښاغلي سکات موریسن ویلي ټاکل شوې په کابل کې د دغه هیواد سفارت د روانې اونۍ تر پایه وتړل شي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه پرېکړه لنډ مهاله ده او په خبره یې په افغانستان کې د وضعیت تر ښه کېدو وروسته به خپل سفارت بیرته په کابل کې پرانزي.

له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو تر پرېکړې وروسته استرالیا لومړی هیواد دی چې د امنیتي ستونزو له امله په دغه هیواد کې د خپل سفارت بندولو خبر ورکوي.

پر همدې مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امنیتي اندېښنو له امله په افغانستان کې د لنډ مهال لپاره د سفارت تړلو په اړه د استرالیا له پرېکړې خبر دي.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ مۍ ۲۵ (غبرګولې څلورمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د استرالیا یادې پرېکړې ته په احترام، په تیرو کلونو کې له افغان حکومت او افغانستان سره د استرالیا د مرستو او ملاتړ درناوی کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د نړیوالو قوانینو پر اساس افغان حکومت په دغه هیواد کې د بهرنیو دپلوماتیکو نمایندګیو او دپلوماتو د امنیت په تامین کې مکلف دی.

له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر د روانې مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شو چې ټاکل شوې د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې بشپړه شي.

استرالیا هم د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته خپل سرتیري استولي و چې تر ډيره په ارزګان ولایت کې مېشت و.

XS
SM
MD
LG