د لاس رسي وړ اتصالات

اتریش نویو کډوالو ته شرایط سخت کړل


په ۲۰۱۶ کال کې په اترېش کې شاوخوا ۴۲۰۰۰ نویو کډوالو د پنا غوښتنې کړې وې چې څه باندې ۱۱۷۴۰ یې افغانان وو
په ۲۰۱۶ کال کې په اترېش کې شاوخوا ۴۲۰۰۰ نویو کډوالو د پنا غوښتنې کړې وې چې څه باندې ۱۱۷۴۰ یې افغانان وو

په اتریش کې د امنیتي او اقتصادي اندېښنو له کبله کډوالو ته شرایط سخت شوي او مرستې هم ورسره کمې شوي دي.

د روان کال د اکتوبر په ۱۵ په اترېش کې پارلماني انتخابات کیږي او د کډوالو مسئله د سیاسي او انتخاباتي ډلو ترمنځ په یو لوی بحث بدله شوې ده.

د جنورۍ په میاشت کې د اتریش دریو ولایتونو کوز اتریش، بورگن لنډ او بر اترېش کې له نویو کډوالو سره مرستې کمې کړې. اتریش نهه ولایتونه لري.

د محافظه کاره ګوند مشر، سبستیان کورز چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر هم دی، غواړي چې ددغو ولایتونو په پل قدم کیږدي او په ټول هېواد کې پر کډوالو مرستې کمې کړي.

نظر پوښتنې ښيي چې د ښاغلي سبستیان ګوند په انتخاباتو کې مخکې دی. د اتریش د ازادۍ ګوند چې سخت دریځه بلل کیږي هم پر کډوالو د شرایطو د سختولو پلوی دی.

خو صدراعظم کرېستیان کېرن چې د سوسیال ډیموګرات ګوند مشر دی د د غو نورو دوو ګوندونو سره په دې مسئلې مخالفت کوي، مګر وايي که نوي کډوال کار نکوي او د حکومت په مرستو پايي، بیا د نورو ګوندونو پرېکړه سمه ده.

نوي شرایط

د اتريش په بورگن لنډ کې نوي شرایط په ټولو هغو کډوالو پلي کیږي چې تر پنځو کالو یې کم وخت په دغه هېواد کې تېر کړی وي او لا هم له حکومته مرستې غواړي.

په دغو دریو ولایتونو کې نویو کډوالو ته چې د پنا غوښتنې کوي، حکومت د کس په سر ۵۷۰ ایرو ورکوي، تر دې مخکې یې هر کډوال ته ۹۵۰ ایرو ورکول کېده، البته په ټولو ایالتونو کې د مرستو دغه اندازه یو ډول نه ده.

په اتريش کې که څوک د میاشتې له ۱۲۰۰ اېرو څخه کم عاید ولري، غریب بلل کیږي. د بر اتریش ایالت وايي د دغه کار هدف یې له کډوالو سره په مرستو کې د پیدا شویو ستونزو ختمول دي. خو رویټرز اژانس وایي د کوز اترېش چارواکو په دې اړه ځکه له خبرو ډډه وکړه، چې لا هم په قانوني ډول یې په پرېکړې ستونزې شته.

یوې خیریه ټولنې د اتریش د اساسي قانون محکمې ته د دغې پرېکړې په ضد عریضه کړې ده، ټاکل شوې چې محکمه به را روان کال په دې پرېکړه کوي چې د ګوز اترېش پرېکړه غیرقانوني ده کنه. کوز اتریش په ۲۰۱۶ کال کې دا پرېکړه وکړه چې په ۲۰۱۷ کې عملي شوه.

په دغو دریو ایالتونو کې چې کډوالو ته شرایط سخت شوي دي، ډېر خلک ترې د اتریش پلازمینه ویانا او نورو هغو ولایتونو ته تللي دي چې مرستې ډېرې او شرایط یې هم ښه دي.

اروپايی ټولنې له ګډوالو سره د اترېش دا چلند غندلی دی. څوکاله مخکې به د اسیا، منځني ختیځ او افریقا کډوال د اترېش په لار اروپا ته تلل، خو اترېش بیا خپل سرحدونه وتړل.

د اتریش د احصایې د ارقامو له مخې تر ۲۰۱۶ کال پورې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴۲۰۰۰ نویو کډوالو د پنا غوښتنې کړې وې چې څه باندې ۱۱۷۴۰ تنه یې افغانان و.

XS
SM
MD
LG