د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دېش کرکټ بورډ مشرفي مرتضی ته د اولې درجې قرارداد ورنکړ


مشرفي مرتضی
مشرفي مرتضی

د بنګله دېش د کرکټ د ملي ټیم د یوې ورځنیو لوبو له کپتان مشرفي مرتضي څخه د اولې درجې قرارداد اخیستل شوی دی.

په دغه قرارداد کې لوبغاړي ته د میاشتې شاوخوا ۵۰۰۰ ډالره معاش ورکول کیږي او تر څنګ یې د نورو تجارتي شرکتونو اعلانونه هم ترلاسه کوي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ وايي چې د مشرفي مرتضی فټنس او کارکردګي دواړه خراب شوي او له همدې کبله د اولې درجې قرار داد ورنکړل شو.

مشرفي مرتضي په ۲۰۱۸ کال کې د بنګله دېش د واکمن ګوند د غړي په توګه پارلمان ته کامیاب شو او له همدې کبله یې په فزیکي وړتیا او لوبو منفي اغیز شوی دی.

هغه په ۲۰۱۹ کې د کرکټ د نړیوال جام په اتو لوبو کې یوازې یو کس او د بنګله دېش د روانو تجارتي سیالیو په ۱۲ لوبو کې اته کسان سوځولي دي.

د بنګله دېش د کرکټ بورډ مشر نظم الحسن خبریالانو ته وویل چې مشرفي مرتضي نغواړي د یو قراردادي لوبغاړي په توګه ولوبیږي او په دې سره هغه ته به د میاشتې ۵۰۰۰ ډالر معاش نه ورکول کیږي.

نوموړي وویل چې که مشرفي مرتضي وغواړي، د بنګله دېش کرکټ بورډ به ورته د خدای په امانۍ لپاره یو ښه پروګرام جوړ کړي.

په همدې حال کې د بنګله دېش کرکټ بورډ د ټست لوبو فیس هم ۷۰ فیصده زیات کړی دی. اوس به د ټست په هرې لوبې هر لوبغاړي ته ۷۰۰۰ ډالر ورکول کیږي. د بنګله دېش لوبغاړو څو میاشتې مخکې احتجاج کړی و چې معاشونه او امکانات یې کم دي.

XS
SM
MD
LG