د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ولې اعتراض کړی؟


شکیب الحسن د اعتراض مشري کوي
شکیب الحسن د اعتراض مشري کوي

د بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر غړو د معاشونو د لوړولو او نورو امتیازاتو د زیاتولو لپاره اعتراض پیل کړی دی.

دوی د دوشنبې په ورځ ( اکتوبر ۲۱) دا اعتراض پيل کړی . په اعتراض کوونکو کې د بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر مخکښ غړي هم شامل دي. د اعتراض مشري شیکب الحسن کوي د شلو اوریزو لوبو کپتان دی.

لوبغاړي د بنګله دېش له کرکټ بورډ څخه یو شمېر غوښتنې لري چې "د فرسټ-کلاس لوبغاړو پنځوس په سلو کې د معاشونو او د څلور ورځنیو او یوې ورځنیو لوبو فیسونه لوړولو، د ملي تنخواګانو قراردادونو غځول اود میدانونو کارکوونکو ته د ډېرو امتیازاتو ورکول شامل دي. "

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د بنګله دېش د سترې محکمې یو وکیل مستفیظ الرحمن خان د چهارشنبې په ورځ( اکتوبر۲۳) په یو خبري کنفرانس کې د دغو لوبغاړوغوښتنې اعلان کړلې.

شکیب الحسن او ځینې نور لوبغاړي هم په دغه کنفرانس کې حاضر وو. هغه او ځینو نورو لوبغاړو ویلي دي چې د بورډ د غوښتنې په اساس دوی په دغو مسایلو د خبرو لپاره چمتو دي.خو د بنګله دېش د کرکټ بورډ مشر وایي دا غوښتنې له معاشونو سره تړاو نلري او "دسیسه" یې بللې دي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې بنګله دېش د نومبر په میاشت کې له هند سره درې یوه شل اوریزې او دوه ټسټ لوبې وکړي.

د بورډ مشر نظم الحسن وویل: "که لوبغاړي نه غواړي لوبه وکړي، نه دې یې کوي. د دغه سفر لپاره تمرینات په دوو ورځو کې پيل کیږي، که دوی غواړي چې په کې برخه واخلي، را دې شي، که غواړي ولاړ دې شي، ولاړ دې شي. "

XS
SM
MD
LG