د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په ټسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه


راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو
راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش له ملي لوبډلې څخه یوازینۍ ټسټ لوبه د ۲۲۴ منډو په توپیر وګټله.

افغان لوبډلې پخپلې لومړۍ پاڼي کې د بنګله دېش ملي لوبډلې ته ۳۴۲ منډې هدف وټاکه.

وروسته د بنګله دېش لوبډلې پخپل لومړۍ پاڼي کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۲۰۵ منډې وکړې، چې د افغانستان لخوا د ټاکل شوي هدف په نه پوره کولو سره له افغانستان څخه ۱۳۷منډې وروسته پاتې شوه.

د یادې لوبې په څلورمه ورځ افغان لوبډلې پخپلې دوهمې پاڼي کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۰ منډې وکړې چې په دې سره یې د بنګله دېش لوبډلې ته ۳۹۸ منډې هدف وټاکه.

بنګله دېش لوبډلې د لوبۍ په وروستۍ ورځ نن دوشنبه پخپلۍ دوهمې پاڼي کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۳۷منډې وکړې او دغه ټسټ لوبه یې افغانستان ته وبایلل.

دغه سیالي د روانې سپټمبر په څلورمه په بنګله دېش کې پیل شوې وه چې، افغانستان وګټله.

د افغان لوبډلې کپټان راشد خان په دغه یوازینۍ ټسټ لوبه کې د ۱۱ ویکټو پر تر لاسه کولو او په یوه پاڼي کې د پنځوسیزې په تر سره کولو د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه.

XS
SM
MD
LG