د لاس رسي وړ اتصالات

کالیفورنیا کې اور سږکال څلور میلیون هکتاره ځمکه سوځولې


په امریکا کې چارواکي وايي چې سږکال د کالیفورنیا په ایالت کې د اور لګېدو موسم ډېر و، خو ډېر وژونکی نه و.

د چارواکو په وینا سږکال تر دې دمه په کالیفورنیا کې اور لږترلږه څلور میلیون هکتاره ځمکه سوځولې ده. د اورلګېدو په یوې پېښې کې په یو ځل یو میلیون هکتاره ځمکه وسوځوېده چې دا د خپل ډول یو ریکارډ بلل کیږي.

چارواکي وايي د اګست میاشتې راهیسې ددغه ایالت په تاریخ کې د اور لګېدو تر ټولو پنځه لویې پېښې شوې دي.

یوازې د سانفرانسیسکو او اوریګن ایالت ترمنځ یو میلیون هکټاره ځمکه سوځېدلې ده او دا په دغه سیمه کې د اور لګېدو یو بل ریکارډ بلل کیږي.

د کالیفورنیا د اورلګیدنې د څانګې ویاند سکاټ مکلین وايي موږ فکر کاوه چې پر ۵۰زره هکتاره ځمکه اورلګیدنه زیاته ده، خو اوس په ۳۰۰زره هکتاره ځمکه کې له بل شوي اور سره مبارزه کوو.

د سږکال اورلګیدنه وحشتناکه بلل شوې ده. د کلېفورنیا والي ګاوین نیوزوم وايي له د ۱۹۳۲او ۱۹۹۹کلونو په پرتله هم سږکال اورلګیدنه زیاته وه.

په دې اورلګیدنه کې لږترلږه ۳۱کسان مړه شوي او ۸۷۰۰ ودانۍ سوځېدلي دي چې ډیر پکې کورونه وو.

په کالېفورنیا کې په ټول ۲۰۱۸ کال کې ۲۲زره ودانۍ چې زیاتره پکې کورونه وو، سوځیدلي وو او ۸۵ کسان مړه شوې وو. په ۲۰۱۷کال کې په دغه شان اورلګیدونو کې ۳۷ کسان مړه شوې وو.

چارواکو لسګونه زره خلک خوندي سیمو ته انتقال کړي دي. ولسمشر ټرمپ‌ د کالېفورنیا په چارواکو انتقاد کړی و چې په ځنګلونو کې پرې شوې ونې او څانګې نه لېرې کوي چې د موسم په ګرمېدو سره د اور پیلېدو سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG