د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د اور لګېدو له کبله ۳۵ تنه مړه شوي 


د اور له کبله په سیمه کې فضا ډېره غیر صحي شوې ده
د اور له کبله په سیمه کې فضا ډېره غیر صحي شوې ده

د امریکا د متحدو ایالتونو د شمالي کالیفورنیا، اورېګن، او واشنګټن په ګډون په ځینو ایالتونو او سیمو په ځنګلونو کې له څو ورځو راهېسې اور بل شوی دی.

چارواکي وايي د دغه اور له کبله تر دې دمه ۳۵ تنه مړه شوي او څه باندې یو میلیون هکتار ځمکه وېجاړه شوې ده.

د اور له کبله د متحدو ایالتونو په شمال-لویدیځ ‌پاسفیک کې کاروبارونه زیانمن شوي او لسګونه زره خلکو خپل کورونه پرېښې او نورو سیمو ته تللي دي.

د دغه اور لوګیو او شغلو د سان فرانسېسکو، سیټل او پورتلنډ د ښارونو فضا نیولې ده او چاپېریال یې نورهم ککړ او خراب کړی دی.

لوګیو د میلیونونو خلکو روغتیا ته خطر پېښ کړی دی. د اورېګن په ایالت کې د چاپېریال ساتنې مسولین وايي چې هوا «ډېره غیر صحي» او «خطرناکه» شوې ده.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي اداره وايي چې په ځینو سیمو کې د نیم کیلو مېتر په فاصله کې هم لاره نه لیدل کیږي او په داسې حالاتو کې موټر چلول هم خطرناک دي.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ نن دوشنبه سپتمبر ۱۴ (وږي۲۴) کالیفورنیا ته ولاړ شي‌ او د حالاتو جاج واخلي.

دا په سیمه کې په تېرو څو کلونو کې تر ټولو خطرناک اور بلل کیږي.

ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې یو شمېر ایالتي چارواکي‌ تورن کړل چې په ځنګلونو کې غورځېدلې او زړې ونې نه لېرې کوي چې له کبله یې وخت ناوخت اور بل کیږي.

د اورېګن والي کېټ براون وویل چې دا اور ټول له خوبه رابیدار کړل چې باید د اقلیم د بدلون په اړه لاس په کار شي. د واشنګټن او کالیفورنیا والیان هم په همدې نظر دي.

XS
SM
MD
LG