د لاس رسي وړ اتصالات

د دوریان ویجاړوونکی توپان امریکا ته را ورسېد


د دوریان توپان لسګونه زره خلک بې کوره کړي دي
د دوریان توپان لسګونه زره خلک بې کوره کړي دي

د دوریان په نامه یو ویجاړوونکی توپان د چهارشنبې په سهار (سپتمبر۴-وږي۱۳) د متحدو ایالتونو د فلوریدا، جورجیا، شمالي او جنوبي کارولینا ایالتونو ته رسېدلی دی.

دا توپان په ساعت کې ۱۷۵ کېلو مېتره واټن وهي. د دوریان توپان امریکا ته تر رسېدو مخکې د بهاما جزیرې ځینې برخې ورانې کړې چې له کبله یې اوه تنه مړه شول.

امریکايي چارواکو د توپان د خطر سره د مخامخو سیمو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له خپلو کورونو ووځي او د حکومت دغه خبرداری جدي ونیسي.

د امریکا د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې ده چې دا توپان ښايي د ختیځ ساحل ځينو برخو کې شدید باران (شاوخوا ۲۵ سانتيمتر) له ځان سره ولري.

امریکايي چارواکو په جورجیا او جنوبي کارولینا کې شاوخوا یو میلیون خلکو ته ویلي دي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته ولاړ شي.

د دوریان توپان د بهاما له جزیرې تر تېرېدو وروسته لسګونه زره خلک بې کوره کړي دي. د بهاما صدراعظم هوبرت مینیس ویلي دي چې توپان ځپلو سره به مرستې وکړې.

XS
SM
MD
LG