د لاس رسي وړ اتصالات

ویجاړونکی توپان د بهاما له ځپلو وروسته فلوریډا ته روان دی


 نړیوال بانک د دې توپان احتمالي زیانونه شاوخوا پنځه ویشت میلیارډه ډالره تخمین کړی.
نړیوال بانک د دې توپان احتمالي زیانونه شاوخوا پنځه ویشت میلیارډه ډالره تخمین کړی.

د ډوریان توپان د بهاماس ټاپوګانو ته چې د متحده ایالاتو په جنوب کې د اطلس سمندر کې پراته دي ځکه ډیر خطر پیښ کړی، چې دا توپان ډیر سوکه په حرکت کې د، او اغیزې به یې هم دوامداره او د ډیرې مودې لپاره وي.

د امریکا د سمندري توپان مرکز د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ٢) وویل، چې توپان په ساعت کې په دوه کیلو متره کې لوېدیځ ته حرکت کاوه او په ساعت کې یې تر ٢٧٠ کیلومترو ډیر دوام لرونکي بادونه درلودل.

د یو بي اس(UBS) نړیوال بانک د دې توپان احتمالي زیانونه شااوخوا پنځه ویشت میلیارډه ډالره تخمین کړي دي.

تر اوسه د ځاني تلفاتو راپورونو نه دي ورکړل شوي، خو د توپان له امله د یوه اوه کلن هلک د ډوبیدو خبر ورکړل شوی.

د سره صلیب او سرې میاشتې خیریه موسسو ویلي، چې د چارواکو له خوا لومړنۍ ارزونې ښيي چې دا توپان په ګرند بهاما او اباکو ټاپوګانو کې شاوخوا ١٣٠٠٠ کورونه زیانمن کړي او ښایي له منځه یې وړي وي.

د دې توپان له امله د زخمیانو شمیر او نور اوښتي زیانونونه به د نن ورځې په پای کې یا راتلونکو ورځو کې ښکاره شي. هوا پیژندونکي تمه لري چې د ډوریان توپان به نن دوشنبې ټوله ورځ د بهاماس ټاپوګانو کې ویجاړی وکړي او له دیرشو نه تر شپېتو سانتۍ پورې باران ووري. د بهاماس صدراعظم وایي، نن یې د ژوند تر ټولو غمجنه ورځ ده.

د امریکا جنوب شرقي سواحلو کې د پرتو ایالتونو چارواکو خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې هغه سیمې دې تخلیه کړي چې د توپان د ډیر خطر سره مخ دي. نن په فلوریدا، جورجیا او جنوبي کارولاینا کې د کورونو د تخلیه کولو امر عملي کیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ (سپتمبر ١) په واشنګتن کې د بیړنیو خدماتو د ادارې دفتر ته تللی و څو خلک وهڅوي چې د توپان په اړه خبرداریو ته پام وکړي.

د ډوریان توپان به روانه اونۍ له جورجیا، شمالي او جنوبي کارولاینا نه نیولې تر ورجینیا او نیوجرسي ایالتونو پورې د اطلس سمندر د سواحلو په ډیرو برخو کې ناوړه اغیزې وکړي.

XS
SM
MD
LG