د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: په زور واک ته رسېدل افغانستان انزوا ته وړي


اروپايي ټولنه وايي چې د سولې په مذاکراتو کې د ټولو افغانانو د منلو وړ موافقه له افغانستان سره د دغې ټولنې د ملاتړ د دوام په معنا ده.

د اروپا د بهرني اقدام د څانګې د سکرټر جنرال مرستیال اینریک مورا ویلي چې په قطر کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره لیدلي او په څرګنده توګه یې د اروپايي ټولنې دریځ ورته بیان کړی دی.

ښاغلي مورا په خپل ټویټر کې لیکلي: "د زور له لارې د واک ترلاسه کول له نه پېژندګلوۍ، انزوا او د نښتو له دوام سره برابره ده".

اینریک مورا په افغانستان کې بشري حقونو ته په درناوي کولو هم ټینګار کړی دی.

همداشان په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن یو ځل بیا په افغانستان کې د اوربند په کولو ټینګار کړی دی.

ښاغلي ویلسن د پنجشنبې په ورځ د اګست پنځمه (زمري ۱۴) په خپل ټویټر کې لیکلي: "زیات شمېر بې‌‌ګناه افغانان وژل شوي دي، زیات شمېر فداکاره فعالان، خبریالان، مذهبي مشران او دولتي چارواکي وژل شوي دي، هېواد همدا اوس اوربند ته اړتیا لري".

له دې وړاندې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ټینګار کړی و چې د افغانستان د جګړې یو لوری هم له نظامي لارې بریالی کېدلی نشي.

ښاغلي خلیلزاد دغه راز له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي که طالبان د زور او جګړې له لارې واک ترلاسه کړي دغه ډله د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه پيژندل کېږي او افغانستان به یو "رټل شوی" دولت ولري.

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د ژر اوربند کولو په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان له اعلامیې څخه هرکلی کړی دی.

دغه سازمان تېره ورځ په خپله اعلامیه کې په ملکي افغانانو باندې بریدونه وغندل او د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د طالبانو د بریدونو له امله ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو یې اندېښنه وښوده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو، د اسلامي نړۍ د هېوادونو د ملاتړ د راجلبولو او د "طالبانو له خوا د بشر ضد جنایتونو" په تړاو د دغې ډلې د مسول پېژندلو په برخو کې خپل رول لا فعاله او اغیزمن کړي.

XS
SM
MD
LG