د لاس رسي وړ اتصالات

د فیسبوک د موسس دویمه لور وشوه، لیک یې ورته لیکلی


زاکربرګ خپلې لور ته لیږلي چې له ماشومتوب څخه خوند واخلي او په اینده ډېر فکر ونکړي
زاکربرګ خپلې لور ته لیږلي چې له ماشومتوب څخه خوند واخلي او په اینده ډېر فکر ونکړي

مارک زاکربرګ خپلې نوې ماشومې ته سپارښتنه کړې چې له ماشومتوب څخه خوند واخلي.

د فیسبوک د ټولنیزې شبکې د بنسټګر مارک زاکربرګ په کور کې دویمه لور پیدا شوه. د هغه لور د اګست په میاشت کې پیدا شوه او مور او پلار یې هم پرې د اګست نوم کېښود.

ښاغلي زاکربرګ خپلې لور ته لیک لیکلی دی" کله چې ستا خور پیدا شوه هغې ته مې هم د هغې نړۍ په اړه لیک ولیکه چې هغه په کې ستریږي او اوس به ته هم په کې غټیږي. موږ تاسو ته د داسې نړۍ هیله لرو چې ښه تعلیم ولري، رنځ یې کم وي، قوي ټولنې اومساوات ولري".

نوموړي خپلې لور ته دا خبره هم کړې ده چې د ساینس او تکنالوژۍ چټک پرمختګ ته په کتو به د هغې نسل د خپلې مور او پلار تر نسل ښه ژوند ولري "او موږ باید په دغه برخه کې خپل مسولیت ادا کړو. موږ ستاسو د نسل او ستاسو د اینده په اړه مثبت فکر لرو".

له ساینس، تکنالوژۍ او ژوند له کړاونو وراخوا ښاغلي زاکربرګ خپلې نوې ماشومې ته سپارښتنه کړې چې له ماشومتوب خوند واخلي، د باندې دې ووځې او لوبې وکړې "ځکه چې لویه شوې بیا به ډېره بوخته یي. زه هیله لرم چې ټول ګلان بوی کړي او د خپلې خوښې ټولې پاڼې په خپل بکس کې واچوې. زما هیله دا ده چې ډېر خوب وکړي او په خوب کې هم فکر وکړي چې موږ څومره مینه درسره لرو. زه هیله لرم چې سترې ارزوګانې ولرې".

هغه د لیک په یوې برخې کې لیکلي "ماشومتوب یو ځل راځي او هڅه کوه چې دا دوره د آینده په اړه په ډېر فکر کولو تېره نکړې. ته موږ لرې او موږ به تر خپلې وسې کوښښ کوو چې دا نړۍ تاته او ستا نسل ته د ژوند لپاره غور ځای وګرځو".

ښاغلي زاکربرګ خپل لیک په دې ټکو ختم کړی دی، "اګسته، موږ له تاسره ډېره مینه لرو او ستا د ژوند په دغه یون کې درسره مله یو".

د فیسبوک بنسټګر دغه لیک په خپل فیسوک هم شریک کړی چې میلیونونه خلکو لیدلی، لوستلی، خوښ کړی او له یو بل سره یې شریک کړی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG