د لاس رسي وړ اتصالات

دموکراتانو د امریکا د سنا کنترول ترلاسه کړ


د جورجیا ایالت د سنا په انتخاباتو کې د جان اوسف په بریالیتوب سره د امریکا سنا د دموکراتانو لاس ته ورغله.

د ښاغلي اوسوف له بریالیتوب نه څو ساعته مخکې د رایو د شمیرنې په اساس د جورجیا ایالت د سنا په انتخاباتو کې دموکرات کاندید رافایل وارنوک، د خپلې جمهوري غوښتونکې سیالۍ کیلي لوفلر پر مقابل کې بریالی اعلان شو.

منتخب جمهور رئیس جو بایډن د خپل ګوندي دوهم ملګري د بریالیتوب په اړه د یو بیان په خپرولو سره وویل: "د جورجیا خلکو ته مبارکي وایم چې یو ځل بیا یې په بیسارې توګه په انتخاباتو کې ګډون وکړ هماغسې چې د نومبر په میاشت کې [د جمهوري ریاست په انتخاباتو] یې دا کار وکړ، چې دوه نوي سناتوران وټاکي، د عمل غوښتنه وکړي او زمونږ د منتخبو مشرانو وغواړي چې د تیږو ویشتلو ته د پای ټکی کیږدي او زمونږ هیواد مخ په وړاندې بوزي."

امریکایي رسنیو د چهارشنبې په ورځ جنورۍ شپږمه تقریبا د ټولو رایو د شمیرولو په اساس رپوټ ورکړ چې ښاغلي وارنوک د میرمن لوفلر څخه څه دپاسه ۴۰ زره رای زیاتې ګټلې دي. خو د ښاغلي اوسوف او د هغه د جمهوري غوښتونکي سیال دیوید پردو ترمنځ سیالي ډیره نژدې ده.

که څه هم چې په کانګرس کې مخکني سلاکار او د مستندو تلویزیوني فلمونو جوړونکي اوسوف، د چهارشنپې په لومړیو کې د بریا ادعا کړې وه، خو د هغه بریالیتوب د چهارشنبې په ورځ ناوخته اعلان شو.

د جان اوسوف او رافایل وارنوک په بریالیتوب سره د سنا ۱۰۰ څوکۍ د دواړو ګوندونو ترمنځ ۵۰-۵۰ وویشل شوې، خو په یوې رای چې د اساسي قانون پر اساس د منتحب جمهور رئبس مرستیاله کاملا هریبس یې د سنا په انتخاباتو کې لري، د ښاغلي بایډن دموکرات ګوند د سنا کنترول ترلاسه کړ.

د امریکا د متحده ایالاتو د نومبر د دریمې په انتخاباتو کې د جورجیا د سنا د څوکۍ لپاره هیڅ یو کاندید ونشو کړای چې د بریا لپاره لازم اکثریت ترلاسه کړي او په دې خاطر پدې ایالت کې د سنا انتخابات دوهم پړاو ته لاړل چې د سه شنبې په ورځ جنورۍ پنځمه تر سره شول.

سربیره پر دې چې څه دپاسه درې میلیون کسانو په جورجیا ایالت کې مخکې له وخته رای ورکړې وې د انتخاباتو په ورځ هم زیات شمیر خلکو د رایو مرکزونو ته مراجعه کړې وه.

جو بایډن د ۱۹۹۲ ذکال راهیسې د جمهوري ریاست لپاره د دموکرات ګوند لومړی کاندید دی چې د جورجیا په ایالت کې بریالی کیږي.

XS
SM
MD
LG