د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د جورجیا چارواکي ته؛ د ټاکنو پایلې د تغیر لپاره رایې راپیدا کړه


د امریکا متحده ایالاتو ټاکنې د ۲۰۲۰ کال نومبر پر دریمه نېټه تر سره شوې

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوې غیرې معمولي ټلیفوني اړیکه کې د جورجیا ایالت د ټاکنو له مسؤل څخه غوښتي چې کافي رایې ورته پیدا کړي او په هغه ایالت کې د جمهوري ریاست ټاکنې د ده په ګټه کړي.

دغه دوه ساعته او دوې دقیقې ټلیفونې اړیکه چې لومړی غږیږ فایل یې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپور کړ، ښاغلی ټرمپ د کورنیو چارو وزیر برد رفنسپرګر او د جورجیا ایالت د ټاکنو لوړپوړي چارواکي ته وايي: " ګور، زه یوازې غواړم ۱۱۷۸۰ رایې پیدا کړم. موږ چې څومره رایې لرو، دا تر هغو زیاتې دي. ځکه چې ما دا ایالت ګټلی دی."

په دغه ټلیفوني خبرو کې ولسمشر ټرمپ له برد رفنسپرګر سره کله په غوصه او کله هم په نرمښت خبرې کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۰ کال نومبر میاشتې درېیمې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ دموکراټ سیال جو بایډن په جورجیا ایالت کې بریالی شو.

تر ۱۹۹۲ کال وروسته دا لومړی ځل دی چې یو دموکرات کاندید په هغه ایالت کې بریالی کیږي.

د جورجیا ایالت رایې تر دا مهاله درې ځله شمېرل شوي او هر ځلې ښاغلی بایډن بریالی اعلان شوی دی.

که چیري د جورجیا ایالت رایې هم نوي، جو بایډن د ۲۷۰ څخه ډېر انتخاباتي رایې ګټلې دي.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۳ (مرغومې ۱۴) له برد رفنسپګر سره د ټلیفوني اړیکې په اړه پر خپل ټویټر لیکلي چې د جورجیا دغه ایالاتي چارواکي نه غوښتل او یا توان یې نه لاره چې د رایو د درغلیو په اړه ځواب ووايي.

څو ساعتونه وروسته د جورجیا ایالت لوړ پوړي چارواکي رفنسپرګر د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې پر خپل ټویټر ولیکل: "په ډير احترام سره، ولسمشر ټرمپ: کوم څه چې تاسو وایاست رښتیا نه دي، واقعیت به څرګند شي."

ولسمشر ټرمپ د امریکا د جمهوري ریاست د تازه ټاکنو پایلې نه مني او وايي چې درغلي شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ټلیفوني مکالمې په امریکا کې غبرګونونه راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG