د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د جورجیا ایالت د سنا د دوو څوکیو انتخابات دومره مهم دي؟


د امریکا هر ایالت په سنا کې دوې څوکۍ لري
د امریکا هر ایالت په سنا کې دوې څوکۍ لري

نن سه شنبه جنوري ۵ (مرغومي ۱۶) د جورجیا په ایالت کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا دوو څوکیو لپاره انتخابات وشول.

دا انتخابات د دواړو دموکرات ګوند او جمهوریت غوښتونکو لپاره مهم دي، ځکه چې د دغو څوکیو په ګټلو سره په سنا کې اکثریت معلومیږي.

په جورجیا کې د سنا لپاره انتخابات د نومبر په میاشت کې د جمهوري ریاست له انتخاباتو سره یو ځای وشول، خو هېڅ کاندید بریالی نشو.

د جورجیا ایالت د قانون په اساس د سنا په ټاکنو کې هر کاندید چې د ټولو اچول شویو رایو ۵۰سلنه وګټي، بریالی دی.

د جورجیا د سنا دوې څوکۍ دا مهال د جمهوریت غوښتونکو سره دي.‌

د جمهوریت غوښتونکو دوه برحال سناتوران دیفید پردو او کیلي لوفلر به د دموکرات ګوند له دوو کاندیدانو جان اوسوف او رافایل وارنوک سره سیالي کوي.

دغو ټاکنو ته درې میلیون کسانو له وخت څه مخکې رایې ورکړي دي او تمه کیږي چې پایلې به له ټاکنو څو ساعته وروسته اعلان شي.

په عمومي نظر پوښتنو کې د دموکرات ګوند کاندیدان تر خپلو جمهوريت غوښتونکو سیالانو لږ مخکې ښودل شوي دي.

په سنا کې اکثریت

دا مهال د امریکا د متحدو ایالتونو په سنا کې جمهوريت غوښتوونکي ۵۰ څوکۍ لري او اکثریت دي.‌ دموکراتان بیا ۴۸ څوکۍ لري.

د امریکا سنا ټول ۱۰۰ غړي لري چې د امریکا د ۵۰ ایالتونو څخه دوه دوه غړي کیږي.

که دموکرات کاندیدان لږ تر لږه یوه څوکۍ هم په جورجیا کې وګټي، د دوی ګوند په سنا کې اکثریت کیږي.

د امریکا د قانون په اساس د برحال ولسمشر مرستیال/مرستیاله په سنا کې د یوې رایې حق لري، په دې حساب به د منتخب ولسمشر جوبایډن مرستیاله کاملا هریس په سنا کې یوه رایه ولري او دموکرات ګوند به اکثریت شي.

په سنا کې اکثریت د برحال ولسمشر لپاره ځکه مهم وي چې د مهمو پرېکړو او تګلارو مخه یې ونه نیول شي.

XS
SM
MD
LG