د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني له افغانستان سره د مرستو لپاره شرطونه ټاکلي


جرمني له افغانستان سره په خپلو مرستو کې د ۷۲ میلیونه یورو په زیاتولو سره، د دغو مرستو د دوام لپاره افغانستان ته یو لړ شرطونه هم ټاکلي دي.

د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت مرستیال مارټین جیګر افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې هیواد یې د افغانستان – جرمني د همکارۍ د پروژو په بودجه کې ۷۲ میلیونه یورو زیاتوي.

ښاغلي جیګر د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي سره په لیدنه کې ویلي، چې د یادې بودجې په زیاتوالي سره به، په ۲۰۱۹ کال کې له افغانستان سره د جرمني د مرستو کچه له ۱۳۹ میلیون یورو څخه ۲۱۱ میلیونو ته لوړه شي.

د افغانستان د مالیې وزارت په یو بیان کې ویلي، چې جرمني د خپلو مرستو د دوام لپاره له افغانستان څخه غوښتي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل تدابیر ډېر کړي، غوره حکومتولۍ ته وده ورکړي او اصلاحات تطبیق کړي.

په بیان کې راغلي: "که چېرې دا شرایط پوره نه شي، نو د مالي ملاتړ د یوې برخې مخه نیول کېدلای شي".

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د یکشنبې په ورځ (لړم/عقرب ۱۲) امریکا غږ ته وویل: "د دغو مرستو په مقابل کې موږ ځینې اصلاحي بینچ‌مارکونه (معیارونه) ورسره لرو، چې پرون په دواړو اړخونو خبرې وشوې، چې دوی څنګه خپلې مرستې زیاتولی شي او د دې ترڅنګ کوم اصلاحي موارد چې د افغانستان حکومت وعدې کړې دي د هغه په راپور باندې هم خبرې وشوې".

د ښاغلي مسجدي پر وینا د ۷۲ میلیون یورو د مرستې تړون د شنبې په ورځ (لړم ۱۱) د دواړو خواو ترمنځ لاسلیک شو او جرمني به دا پیسې د مالي اصلاحاتو په بدل کې د ۱۳۹۸ کال تر پایه افغانستان ته ورکړي.

XS
SM
MD
LG