د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د بریښنا په تولید د نړیوال بانک نژدې ٩٩ میلیونه ډالر پانگونه


افغانستان دا مهال د خپل اړتیا برېښنا له تاجکستان او ازبکستان څخه واردوي
افغانستان دا مهال د خپل اړتیا برېښنا له تاجکستان او ازبکستان څخه واردوي

نړیوال بانک په افغانستان کې د انرژۍ تولید له دوو پروژو سره د مرستې په توګه د ۹۸.۸میلیونه امریکايي ډالرو ورکول منظور کړل.

نړیوال بانک د اکتوبر پر لسمه پخپل راپور کې ویلي، چې له یادو پروژو څخه هدف د داخلي منابعو له لارې د انرژۍ د تولید د کچې لوړول او د انرژۍ پر سکټور د خصوصي پانګونې هڅول دي.

د راپور له‌مخې دغه مرسته د شبرغان د ګازو د انرژۍ د تولیدولو پروژې د پانګونې او د مزارشریف له ګازو د انرژۍ د تولید پر پروژې باندې لګول کېږي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیسې هنري کرالي ویلي: "افغانستان برېښنا ته بې کچې زياته اړتيا لري، او د مالي مرستو دا نوې ټولګه به د ودې او پراختيا په لار کې يو ستر ګام وي. د انرژۍ پر سکتور پانګونه د هېواد د بالقوه ودې د لاسته راوړلو لپاره کليدي اهميت لري."

نوموړې زیاته کړې، چې د انرژۍ د متنوعو منابعو په رامنځته کېدو سره به ګڼ شمېر افغانان له ډاډمنې ښاري برېښنا څخه برخمن شي، چې د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو سره به د خلکو اقتصاد هم ورسره وده وکړي.

نړویوال بانک همدارنګه ویلي، چې د دې پروژو د پلي کېدو په بهير کې له افغانستان سره له نږدې کار کوي.

د راپور له‌مخې د شبرغان د ګازو د انرژۍ د تولید پروژه به د ۳۰۰ ګیګاواټ او د مزار شریف د ګازو د تولید پروژه به د ۴۰۴ګیګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

نړیوال بانک پر داسې مهال په افغانستان کې د داخلي منابعو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې مالي مرسته کوي، چې افغانستان دا مهال د خپل اړتیا زیاته برېښنا له خپلو شمالي ګاونډیانو ازبکستان او تاجکستان څخه واردوي.

XS
SM
MD
LG