د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني نن ۲۶ تنه افغان کډوال بیرته افغانستان ته واستول


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، جرمني نن چهارشنبه مارچ لسمه (کب ۲۰) ۲۶ تنه افغان کډوال بیرته افغانستان ته واستول.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضاء باهر امریکا غږ ته وویل چې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله له جرمني هیواد څخه ۱۲۱ افغان کډوال بیرته افغانستان ته استول شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس د یادو کډوالو له ډلې یوازې ۴ تنه یې پخپله خوښه او پاتې نور ټول په زوره ایستل شوي دي.

هغه وویل: "نن ورځ موږ ۲۶ تنه لرل چې له جرمني څخه افغانستان ته راغلي دي، تر دې مخکې دوو میاشتو جنوري او فبروري کې هم ۲۶ ـ ۲۶ تنه نور له جرمني افغانستان ته رااستول شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې په روان ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو زیات کډوال له جرمني څخه افغانستان بیرته استول شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال همدارنګه وویل چې د دې ترڅنګ له ترکیې هیواد څخه هم ۳۰۰۳ تنه افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس په ټوله کې په ۱۳۹۹ کال کې له ایران، پاکستان، ترکیې او اروپايي هیوادونو څخه ۸ لکه او ۹۵زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته ګرځېدلې دي.

د یادو کسانو له ډلې یوازې ۸ لکه او ۴۰ زره کسان له ایران څخه افغانستان ته کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG