د لاس رسي وړ اتصالات

ای سي سي د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام غوره مبصرین اعلان کړل


د کرکت نړیوالې شورا یا«ICC» تېره ورځ د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره د کرکټ د غوره کامنټرانو یا مبصرینو لست اعلان کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، دغه لوبې به د «ICC» پر ټولوېزیون د بل هر کال په پرتله سږکال د یو میلیارډ مینوالو لپاره د ۲۴ شنونکو یا مبصرینو لخوا په تفصیل سره وړاندې شي.

په دغه لست کې د لوبېدونکو ټولو هېوادونو خپل-خپل مبصران او شننونکي شته، خو یو افغانستان دی چې خپل مبصر نه لري.

«ای سي سي» پخپل راپور کې ویلي، چې مایک کلارک به د لومړي ځل لپاره د نورو مبصرینو لکه ​ناصر حسین، ایان بشپ، ساروو ګانګولي، میلنی جونز، کمار سنکاکار، مایکل اورتټن، الیسسن مچیل، برینډن میکولم، ګریم سمیټ او وسیم اکرم ​،شون پولاک، میکل سلیټر، مارک نیکولاس، مایکل هولګینګ، اسحا گوه، پمي مګنګوا، سنج منجریر، هارشا بګل، سیمون ډیلیل، ایان سمیټ، رامز راجو، اطهر عليخان او آان وردګ کمنټري او تبصرې کوي.

د کرکټ د ۲۰۱۹م نړیوال جام د بریتانیا په ویلز او انګلنډ کې کیږي. افغانستان هم د هغو لسو لوبډلو په منځ کې دی چې د دغه نړیوال جام د ګټلو لپاره له سیالۍ کوي.

ټاکل شوې دا سیالۍ د روانې مې میاشتې پر ۳۰مه پیل شي.

دغه سیالۍ د افغانستان په ګډون د لسو هېوادونو د ملي ټېمونو ترمنځ تر سره کېږي چې د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له‌مخې د ۴۶ ورځو په اوږدو کې به د یادو ټېمونو ترمنځ ۴۸ سیالۍ تر سره شي.

د کرکټ نړیوالې شورا همدارنګه ویلي چې د لومړي ځل لپاره د ټولو لسو وارندیني لوبو( وارم اپ) بشپړ پوښښ به وړاندې کوي.

«اي سي سي» همدارنګه ویلي، چې د دغه لوبو د پوښښ لپاره له تخنیکي اړخه هم د غوره کمرو په برابرولو سره لازم چمتووالی نیول شوی دی.

تر دا مهاله دغه نړیوال جام ته د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو خپلې لوبډلې اعلان کړي دي.

نن جمعه د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ ته وویل، چې افغان کرکټ لوبډله نن له سکاټلنډ څخه ایرلنډ ته روانه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې افغان لوبډله د روانې میاشتې پر ۱۹مه او ۲۱مه له ایرلنډ سره دوې لوبي لري چې وروسته به د یادې میاشتې پر ۲۲مه په نړیوال جام کې د ګډون په هدف انګلستان ته ولاړه شي.

XS
SM
MD
LG