د لاس رسي وړ اتصالات

وچکالي؛ 'د افغانستان ۵۰سلنه وګړي کافي خواړه نه لري'


د ژغورنې نړیوالې کمېټې یوه تازه سروې ښيي چې په افغانستان کې وچکالي، جګړې او کروناویروس میلیونونو افغانانو ته زیان رسولی دی.

په افغانستان کې د دغې کمېټې مرستیال ناصر رضايي د چهارشنبې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې په دې سروې کې د هرات، بادغیس، هلمند، پکتیا او خوست ولایتونو د ۱۵ ولسوالیو د ۱۵۸ کلیو ۴۸۴ کورنیو ګډون کړی دی.

ښاغلي رضايي وویل د وچکالۍ له امله یو شمېر بیوزله کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره په کم عمر کې د نجونو ودولو او د کور د وسایلو پلورلو ته اړ شوي دي.

هغه وویل چې د سروې ۷۵سلنه ګډونوالو د څښاک او کرنیزو اوبو د سرچینو د کموالي، د اوبو پر سر د سیمه‌ییزو شخړو د زیاتوالي او شاوخوا ۸۰سلنه د څښاک اوبو د کموالي له امله په رامنځ شویو ناروغیو باندې د خپلو ماشومانو او د کورنیو د غړو د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

ښاغلي رضايي په افغانستان کې وچکالي، د ناامنیو زیاتوالي د کروناویروس وبا ته په اشارې وویل: "دغو درېیو وضعیتونو د افغانستان خلک په داسې مسیر بیولي چې په بشپړه توګه په یو بیړني وضعیت د بدلېدو په حال کې دی".

په افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې مرستیال زیاته کړه چې د وچکالۍ له امله د بزګرانو کرنیز حاصلات کم شوي او دې مسلې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانستان د وګړو د یوې لویې برخې غذايي خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

ښاغلي رضايي وویل: "هغو معلوماتو ته په پاملرنې چې د غذايي خوندیتوب د ډلې په ګډون یې مختلفې ډلې د راټولولو په حال کې دي، دې نتیجې ته رسېږو چې د افغانستان کابو نیمايي وګړي د غذايي خوندیتوب له مسلې سره لاس او ګریوان دي".

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې خپل فعالیتونه به په هغو سیمو متمرکز کړي چې په کې خلک وچکالۍ ځپلي دي او له هغو کورنیو سره به چې غذايي خوندیتوب یې له ګواښ سره مخ دی نقدي مرستې وکړي.

د دغې کمېټې مرستیال بزګرانو او د کلیوالو سیمو اوسېدونکو ته د وچکالۍ په وړاندې د مقاومت لرونکو کرنیز تخمونو ویشل او د اوبو د مدیریت او د شخړو د حل په برخه کې د روزنې ورکول د دغه بنسټ نور پروګرامونه یاد کړل.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان حکومت او نړیوالې تولنې ته وړاندیز کړی چې د جګړو له امله باید وچکالۍ ځپلې سیمې له پامه ونه غورځوي.

د وچکالۍ د مدیریت په پلان بیا کتنه، وچکالۍ ځپلو ته د مرستې رسولو او د وچکالۍ له امله د لازیاتو کورنيو د بې‌ځایه کېدو د مخنیويلپاره د پلان جوړول او د بیړني حالت اعلانول نور هغه وړاندیزونه دي چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان حکومت او مرستندویو بنسټونو ته کړي دي.

XS
SM
MD
LG