د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د وچکالۍ د زیاتوالي په اړه خبرداری


په افغانستان کې د وچکالۍ د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنې.
په افغانستان کې د وچکالۍ د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنې.

افغان چارواکو خبرداری ورکړی چې په راتلوونکي ۱۴۰۰ کال کې به وچکالي هم په دغه هیواد کې زیاته شي او په وینا یې دغه طبیعي ناورین به په میلیونونو افغانان له ګواښ سره مخامخ کړي.

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې دغه وچکالي به په دغه هیواد کې د کرنې او مالدارۍ برخې ته زیان ورسوي او کروندګر به له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ ته وویل چې د روان کال په ژمې کې د اورښت کچه نسبت تیرو کلونو ته په «فوق العاده» ډول ټيټ شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:"وچکالي به په راتلوونکي کال کې پر للمي غنمو او د مالدارۍ پر سکتور تاثیر وکړي،د کرنې او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۰ کال لپاره پر پلانونو باندې کار کوي تر څو د کرنې او مالدارۍ پر سکتور باندې د وچکالۍ د اغېزو کچه راټیټه کړي."

د کرنې او مالدارۍ وزارت همدارنګه زیاته کړه چې امکان لري په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې کروندګر او څاروۍ لرونکي کسان د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخامخ شي.

پر همدې مهال له افغانستان سره یو شمېر نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو هم په راتلوونکي کال کې په افغانستان کې د چکالۍ خبرداری ورکړی او وايي چې یاد وضعیت به په کور دننه د بېځایه شوو کډوالو پر وضعیت هم منفي اغېز وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا (IOM) ویلي چې د افغانستان د خلکو ډیره برخه په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې تر ډيره په واورو او اورښت پورې اړه لري.

د دغه نړیوال بنسټ د بېړنو حالاتو د برخې مسؤل نیکولاس بیشاپ ویلي:"په روان کال کې د ملګرو ملتونو بشري مرستې ښيي چې شااوخوا ۱۷میلیونه افغانان چې په ټوله کې د افغانستان د نفوس ۴۲سلنه برخه تشکیلوي د وچکالۍ او قحطۍ د ستونزې سره به مخ شي."

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د سولې خبرو درېدو، د کرونا ویروس خپرېدو او وچکالۍ احتمال به یو شمېر افغانان د هیواد پرېښودو ته اړباسي او د کورنیو بېځایه شوو کسانو شمېر به هم زیات شي.

کابل د زیانمنو شوو ولایتونو په سر کې

پر همدې مهال د افغانستان د اوبو د چار تنظیم ملي اداره د وچکالۍ ستونزه او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټیټېدل تر بل هر کال زیات د نړیوال اقلیم د کړکېچ او د ځمکې کرې د ګرمېدو سره تړلې بولي.

د یادې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک امریکا غږ ته وویل که چې د په نړیواله کچه د اقلیم تغیر د کړکېچ او هوا ګرمېدو څخه افغانستان هم خوندي نه دی او په وینا یې په وروستیو کلونو کې د کابل ښار ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ۱۷متره کښته شوې ده.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه:"که چیري باران او واوره ونشي،نورې هم اوبه ټيټي کیږي او زیاتې ستونزې به رامنځته شي."

هغه همدارنګه ټينګار وکړ چې افغانستان د اوبو زیاتې زېرمې په ځانګړي ډول د روانو اوبو زېرمې لري چې د وړاندوینې په اساس یې نسبت ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان به یې په دغه هیواد کې اغېز کم وي.

د افغانستان د اوبود چارو تنظیم ملي ادارې ویاند وویل چې په راتلوونکي کال کې به د وچکالۍ او د اقلیم د تغیر له امله تر نورو ولایتونو زیات کابل د اوبو له کموالي سره مخ شي چې په وینا یې په همدې دلیل حکومت د یادې ستونزې د هواري لپاره پلانونه تر لاس لاندې نیولي دي.

ښاغلي خپلواک د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د شاه وعروس بند کې د اوبو ذخیره کولو ته چې راتلوونکی پسرلی پيلیږي او د یوه بل نوي شاه توت اوبو بند جوړېدو ته په اشاره وویل چې د دغه پروژو په بشپړېدو سره به د کابل زرګونه کسان د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي او تر ځمکې لاندې د اوبو کچه به زیاته شي.

هغه وویل:"په نورو ولایتونو او ښارونو کې دغه ستونزه دومره جدي نه ده،په دې خاطر چې موږ په ولایتونو او ښارونو کې زیاتې اوبه لرو او روانې اوبه بیخي زیاتې دي، سندونه لرو، په ځانګړي ډول په دغه ولایتونو کې د ابو سطحه دومره نه ټيټیږي."

د کورنیو بېځایه شوو ستونزه

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تر جګړې او طبیعي پېښو وروسته د کورنیو بېځایه شوو بل لوی عامل وچکالي ده.

دغه وزارت وايي چې اوس مهال څه کم دوه میلیونه تنه د جګړو او وچکالۍ د دوام له امله په دغه هیواد کې له خپلو اصلي سیمو څخه بېځایه شوي او په وینا یې د کورنیو بېځایه شوو کسانو شمېر په ۱۳۹۹ کال کې هم ۷۶زره کورنیو ته رسیږي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر امریکا غږ ته وویل چې له یاد شمېر څخه ۱۰۰۰ کورنۍ یوازې په پروان ولایت کې د سېلابونو له امله بېځایه شوي دي او هم د څو کلونو راپدېخوا څه کم ۲۰زره کورنۍ په غور، هرات او بادغیس ولایتونو کې د وچکالۍ له امله بېځایه شوي دي.

هغه زیاته کړه:"د امنیتي پېښو او جګړې ترڅنګ، طبیعي پېښې په ځانګړي ډول وچکالي د زرګونو کورنیو د بېځایه کېدو له صلي عواملو څخه دي... موږ دغه ستونزه لرو، دغه موضوع د داخلي بېځایه شوو کسانو د زیاتوالي او له هیواد څخه بهر د غیر قانوني کډوالۍ د زیاتوالي لامل ګرځي."

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک نن چهارشنبه په افغانستان کې د وچکالۍ د اغېزو کمولو په هدف له دغه هیواد سره د ۹۷،۵۰میلیونه امریکايي ډالرو د وړیا مرستې کولو اعلان وکړ.

نړیوال بانک د فبروري ۱۶( سلواغې ۲۸) ویلي چې یاده مرسته د دغه بانک د اجرائیوي بورډ لخوا منظور شوې ده: ‌"له دې مالي مرستې څخه به د وچکالۍ د خبرداري او ځواب ورکونې سیستم په جوړولو کې هم ګټه واخیستل شي."

نړیوال بانک زیاتوي چې په دغه مرستې سره به د افغانستان په ۷۸ ولسوالیو کې ۲،۲ میلیونو وچکالۍ او د لوږې ځپلو افغانانو ته نقدې مرستې او د کار په بدل کې پیسې ورکړي او په وینا یې په دې پروژې سره به د مستحقو کورنیو د تقویې لپاره هغوی ته منظمې مالي مرستې برابرې شي.

په راپور کې ویل شوي چې دې سره به افغان حکومت د دې توان پیدا کړي چې د هوا د حالاتو، اوبو او اقلیم په اړه مهم معلوماتي خدمات وړاندې او خلک به وار له مخې له طبیعي پېښو خبر کړي چې په مټ سره به یې په کلیوالي کچه د ناورینونو په وړاندې چمتووالی پیاوړی کړي.

اړوند

XS
SM
MD
LG