د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: افغانستان کې ٧،٦ میلیون کسان غذایي مصونیت نلري


ملگرو ملتونو د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې د اقلیم بدلون، شخړې او اقتصادي بې ثباتي ددې سبب شوې چې تیر کال د نړۍ په گوټ گوټ کې ١١٣ میلیون کسان د سختې غذایي بې ثباتۍ سره مخامخ شي.

د "غذایي موادو د کړکیچ نړیوال رپوټ" چې هر کال د ملگرو ملتونو د غذایي موادو او کرهڼې ادارې له خوا خپریږي په خپل تازه رپوټ کې لیکلي چې ٧،٦ میلیون کسان په افغانستان کې د جگړو او ناامنیو په وجه غذایي مصونیت نلري.

دغه سازمان وایي چې ٥٣ هیوادونه د غذایي موادو له کمبود سره مخامخ دي چې یمن بېړنیو مرستو ته د اړو هیوادونو د لست په سر کې دی او ورپسې کانگو او بیا افغانستان دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان ٣٩ فیصده نفوس په فقر کې ژوند کوي او ددې هیواد شاوخوا ١٠ میلیونه خلک روغتیایي اساسي خدماتو ته یا لاسرسی نلري او یا هم یې لاسرسی محدود دی.

په یمن کې ١٧ میلیونه او د کانگو دموکراتیک جمهوریت کې شاوخوا ٧،٧ میلیونه وگړي غذایي مسولیت نلري او دغه هیوادونه د ملگرو ملتونو د بېړنیو مرستو په سر کې دي.

ددغه رپوټ په بنسټ د جگړو سربیره په یو شمیر هیوادونو کې وچکالي او اقلیمي بدلونونه د غذایي موادو د تولید د کمیدو سبب شوي او د غذایي موادو د کمبود کړکیچ یې رامنې ته کړی دی.

XS
SM
MD
LG