د لاس رسي وړ اتصالات

داعش افغانستان کې تر ۲۰۰۰ کم جنګیالي لري- غني


ولسمشر غني وايي شاوخوا ۱۳۰۰ داعش جګړه ماران وژل شوي خو پنټاګون وايي چې د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ دي
ولسمشر غني وايي شاوخوا ۱۳۰۰ داعش جګړه ماران وژل شوي خو پنټاګون وايي چې د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ دي

ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ (مارچ۲۷) د تاشکند په نړیوالې غونډې کې وویل چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ داعش جنګیالي وژل شوي دي.

ښاغلي غني وویل چې د دغې ډلې غړي تر ډېره په ننګرهار، کونړ او د شمال په ځینو ولایتونو کې فعال دي.

ښاغلي غني ونه ویل چې په دغو شاوخوا ۲۰۰۰ داعشیانو کې یې څومره بهرنیان او د نورو هېوادونو وګړي دي، خو مخکې یې دا خبره کړې وه چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ ترهګریز سازمانونه فعاله دي.

د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په میاشت کې دامریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي وو چې د اټکل له مخې په افغانستان کې د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ د داعش جنګیالي شته دي.

همدا څو ورځې مخکې د بهرنیو ځواکونو یو ویاند ټام ګریسبک طلوع نیوز ته وویل چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د داعش ۱۶۰۰ جګړه ماران وژل شوي دي، همدغه راز بهرنیو ځواکونو د ۲۰۱۶ کال په اګسټ کې هم ویلي وو چې دوی په یو لړ عملیاتو کې د داعش ۳۰۰ غړي وژلي دي.

که څه هم ولسمشر غني د داعش فعالیت تر ډېره په ختیځ او د شمال په ځینو برخو پورې محدود ګڼي، خو د داعش ډلې په دې وروستیو کې په هلمند، هرات او کابل کې هم د ځینو بریدونو او چاودنو مسولیت منلی دی.

ولسمشر غني تېرکال ویلي و چې ۲۰۱۷ کال به د داعش د نابودۍ کال وي، خو داسې ښکاري چې داعش په افغانستان کې لا نابود شوی نه دی.

ښاغلي غني داسې مهال په افغانستان کې د داعش د موجودیت خبره کوي چې مسکو له دې پلوه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر په واشنګټن کې وویل چې څلور ډوله ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري چې نړیوالې، سیمه ییزې، پاکستانۍ او افغانې دي، خو هغه د دوې د شمیر په اړه څه ونه ویل.

ښاغلي اتمر وویل چې غه جنګیالي په خپلو کې سره همکاري کوي، د سیمې ځینې هېوادونه یې ننګه کوي او د نشه يي توکو په قاچاقو او کاروبار کې هم ښکېل دي.

XS
SM
MD
LG