د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې بهرني جګړه ماران زیات شوي- حنیف اتمر


ښاغلي اتمر په واشنګتن کې د متحدو ایالتونو د سولې په انستیتوت کې خبرې کولې
ښاغلي اتمر په واشنګتن کې د متحدو ایالتونو د سولې په انستیتوت کې خبرې کولې

د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر وايي په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو شمېر زیات شوی دی.

ښاغلي اتمر د پنجشنبې په ورځ (مارچ۲۲) په واشنګتن کې د متحدو ایالتونو د سولې په انستیتوت کې خبرې کولې.

هغه وویل څو کاله مخکې چې د بهرنیو ځواکونو جنګي ماموریت ختم شو او افغان ځواکونو د هیواد د امنیت مسوولیت واخیست، هرنیو ترهګرو ته د بیا راڅرګندیدلو فرصت په لاس ورغی.

اتمر وویل چې څلور ډوله ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري چې نړیوالې، سیمه ییزې، پاکستانۍ او افغانې ډلې دي – خو هغه د دوې د شمیر په اړه څه ونه ویل.

ښاغلي اتمر وویل "دغه جګړه ماران په خپلو کې سره همکاري کوي، د سیمې ځینې هېوادونه یې ننګه کوي او د نشه يي توکو په قاچاقو" او کاروبار کې هم ښکېل دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت مشارو دا خبره هم وکړه چې د دغو جکړه مارانو د ځپلو لپاره باید د سیمې هېوادونو همکاري زیاته شي. هغه وویل چې په سیمې کې ځينې داسې هېوادونه شته چې له دغو ډلو سره مرسته کوي.

تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۴ ترهګر سازمانونه فعالیت کوي. ښاغلي اتمر له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه وویل چې د سولې مذاکرات یوازې له افغان طالبانو سره کوي او بهرنیو جګړه مارانو سره یې ځکه نکوي چې هغوی افغانان نه دي.

محمد حنیف داسې مهال دا خبره کوي چې همدا پرون چهارشنبه(مارچ۲۱) په کابل کې د داعش په یو برید کې لږ تر لږه ۳۰ افغانان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG