د لاس رسي وړ اتصالات

ضمیر کابلوف: په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره داعشیان فعالیت کوي


د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړی استازی وایي په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې لس زره کسان شته او شمیر یې په ډیریدو دی.

روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانگړي استازي ضمیر کابلوف، له خولې لیکلي چې په عراق او سوریه کې د داعش ماتې ددې سبب شوې چې ددې ډلې وسله وال افغانستان ته مخه کړي.

کابلوف دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې مسکو په افغانستان کې د داعش د جنگیالیو د شتون په وجه اندیښنه لري، په ځانگړې توگه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د هغوی شتون چې د تاجکستان سره گډه پوله لري.

ښاغلي کابلوف همداشان ادعا کړې ده چې گویا "بې نښانه او بې نښې" هلیکوپترې د داعش جنگیالي چې په غربي پوځي تجهیزاتو سمبال دي، په افغانستان کې ددغې ډلې څانگې ته لیږدوي.

ښاغلی کابلوف وایي چې مسکو په وار وار دغه موضوع د ملگرو ملتونو د سازمان او ناټو سره مطرح کړې، خو تر اوسه یې "څرگند ځواب" ندی ترلاسه کړی.

ښاغلي کابلوف وویل "په معمول ډول د خپلو ناټو شریکانو نه چې د افغانستان فضایي کنترول یې په لاس کې دی په دې اړه پوښتلي، خو تر اوسه مو کوم معقول ځواب نه دی ترلاسه کړی".

د افغانستان لپاره د دروسیې ځانگړی استازی همداشان ادعا کوي چې په جوزجان او سرپل ولایتونو کې وضعیت د اندیښنې وړ دی، ځکه محلي خلکو د داعشیانو په منځ کې الجزایري او فرانسوي جنگیالي لیدلي دي.

کابلوف همداشان وویل چې د داعش په څیر ترهگرې ډلې هڅه کوي چې د روسیې جنوبي سیمې او په منځنۍ اسیا کې د مسکو شریکان تر تاثیر لاندې راوړي.

خو په عین وخت کې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموریت چې زیات شمیر یې امریکایي ځواکونه دي مسکو د طالبانو په ملاتړ ملامتوي.

په دې ترڅ کې افغان مقاماتو په هغه هیواد کې د داعش د پراخ شتون په وجه اندیښنې تر یوه حده ردوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې چې د امریکا د هوایي قواوو ملاتړ ورسره دی، په تیرو نهو میاشتو کې ١٦٠٠ داعشیان وژل شوي چې ددې ډلې لوړپوړي قوماندانان هم په کې شامل وو.

د داعش سخت دریځو لومړی ځل په ٢٠١٥ کې د افغانستان په ختیځ کې خپل عملیات پیل کړل او د امریکایي پوځیانو په وینا یو وخت په افغانستان کې د داعش جنگیالیو شمیر ٣٠٠٠ تنه اټکل شوی و.

د افغانستان د حکومت مقاماتو تر اوسیه د روسیې د ادعا په هکله چې وایي "بې نښانه او بې نښې" هلیکوپترې د داعش جنگیالي چې په غربي پوځي تجهیزاتو وسله وال دي، په افغانستان کې ددغې ډلې څانگې ته لیږدوي" څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG