د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن له اسلام اباده د ترهګړۍ پرضد جدي اقدام غواړي


 د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له پاکستاني مشرانو سره د ملاقات پرمهال
د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له پاکستاني مشرانو سره د ملاقات پرمهال

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره تر لیدنې وروسته یو ډول هیله مندي ښکاره کړېده.

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمیو هند ته له سفر مخکې د اسلام آباد په هوايي ډګر کې وویل:" تر اوسه هم اوږده لار په مخ کې ده او ډیرې خبري باید وشي. اوس هغه وخت رارسیدلی چې په خپلو ګډو ژمنو عمل وکړو. ډیر موارد وو چې خبرې پرې وشوې او هوکړې ته ورسیدو، خو یو شمیر موارد شته چې په عملي کیدو یې قادر نه شوو."

د پاکستان لومړي وزیر د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدنې وروسته هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو اړیکې له سره پیلیدلای شي.عمران خان وویل" یو ورزشکار تل هیله من وي او میدان ته په داخلیدو د بریا فکر کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل" د اقتصاد او تجارت په برخو کې مو د دواړو هیوادونو د نویو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې. "

واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسیدو سره سم د امریکا او پاکستان اړیکې خورا خرابې شوي دي. ولسمشر ټرمپ پاکستان د " درواغو په ویلو او درغلیو" تورن کړی دی او له همدې امله یې پر هغه هیواد د واشنګټن په سل ګونو میلیونه ډالره مالي مرسته ځنډولې ده.

د ولسمشر ټرمپ حکومت، د افغان چارواکو په څیر له پاکستان غواړي چې په خپله خاوره کې د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد ریښتینې مبارزه وکړي.

له عمران خان سره د پامپیو د خبرو یوه برخه د افغانستان د سولې د پروسې په اړه وه، هغه بهیر چې امریکایي چارواکي یې د بریا لپاره هڅه کوي.

مایک پمپیو له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې وویل" لکه څنګه کې ټول پوهیږو موږ او تاسې باید د افغانستان د مشکل هواري ته سوله ایزه لاره پیدا کړو. دا به نه یوازې د افغانستان بلکې د متحدو ایالتونو او پاکستان په ګټه هم وي. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تازه زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د خپل سلاکار په توګه ګمارلی دی او هغه ته یې افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د زمینې د برابریدو او بریا مسولیت سپارلی دی.

XS
SM
MD
LG