د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او پاکستان د اړیکو د بیا تازه کولو هڅه کوي


ښاغلي پمپیو له وزیر کېدو وروسته په لومړي ځل پاکستان ته سفر وکړ او څلور ساعتونه یې هلته تېرکړل
ښاغلي پمپیو له وزیر کېدو وروسته په لومړي ځل پاکستان ته سفر وکړ او څلور ساعتونه یې هلته تېرکړل

د پاکستان نوي لومړي وزیر عمران خان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره لیدلي او هیله یې ښودلې ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې به ښه شي.

دا پاکستان ته د ښاغلي پمپیو لومړنی سفر و او یوازې څلور ساعته یې په دغه هېواد کې تېر کړل. هغه هند ته تر روانېدو مخکې په هوايي ډګر کې خبریالانو په محتاط ډول خوشبیني څرګنده کړه.

ښاغلي پمپیو وویل چې له پاکستاني مشرانو سره یې "په افغانستان کې پر سوله ایز حل هم خبرې وکړي چې افغانستان، امریکا او پاکستان ته یې ګټه رسیږي."

امریکا له پاکستان څخه غواړي چې په خپلې خاورې او افغانستان کې د اورپکو پر ضد جدي اقدامات وکړي چې سولې ته لاره پیدا شي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره واشنګټن پر اسلام اباد ډېر فشارونه راوړي دي او په یو تازه اقدام کې یې هغه هېواد ته پلان شوې ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته هم لغوه کړه.

ښاغلي پمپیو همدغه راز وویل "موږ لا ډېره اوږده لار پر مخ لرو. ډېرو نورو بحثونو ته اړتیا شته. اوس یې وخت دی چې خپلې ګډې ژمنې پوره کړو. موږ ډېر وخت درلوده، موږ ډېرې خبرې کړې او ډېر تړونونه مو کړي خو عملي کړي مو نه دي."

ښاغلي پمپیو پر لومړي وزیر عمران خان سربېره د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي او د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره هم لیدلي او خبرې یې کړي دي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس ښاغلي پمپیو وویل "موږ د هغوی د نوي حکومت، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو، اقتصاد، تجارت او مالي په اړه خبرې وکړي."

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هیله ښودلې چې له واشنګټن سره یې اړیکې ښې شي. هغه وویل" زه چې پیدا شوی یم، خوشباور یم. یو ورزشکار تل خوشباور وي او میدان ته د بري په فکر ښکته کیږي."

امریکايي پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د چهارشنبې په ورځ (اګست۵) په اسلام آباد کې ولیدل. تر دغه سفر مخکې امریکا پخوانی افغان-امریکايي ډیپلومات زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره ځانګړی سلاکار وګماره.

ښاغلي پمپیو وویل چې د خلیلزاد ټول تمرکز د بیا پخلاینې په هڅو کې مرسته کول دي. زلمی خلیلزاد هم کې له ښاغلي پمپیو سره په دغه سفر کې مل دی.

XS
SM
MD
LG