د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: د ایران د اټومي معاملې گټې لس ټرمپه هم شا ته نه شي اچولی


حسن روحاني وایي که امریکا اټومي ټرون ته شا کړي نړۍ به یې محکوم کړي
حسن روحاني وایي که امریکا اټومي ټرون ته شا کړي نړۍ به یې محکوم کړي

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني، د نړی د قدرتونو سره، د دوه زره پنځلسم کال د اتومی موافقې دفاع وکړه او وویل چې "دغه یو دونالد ټرمپ چې لس دونالد ټرمپه هم شي، دده د هیواد منافع شا ته نه شي اچولی".

ښاغلي روحانی، د شنبې په ورځ د تهران په پوهنتون کې محصلینو ته د وینا پر وخت وویل د اټومي موافقې له درکه "مونږ داسې گټې کړي چې نه په شا کیدونکي دي. هیڅوک هغه شا ته نشي اچولی. نه ټرمپ او نه هم لس نور ټرمپه".

د ایران جمهور رئیس خبرداری ورکړ چې متحده ایالات باید د اټومي تړون نه سرغړونه ونه کړي او که "د امریکا متحده ایالات [د اټومي موافقې] نه سرغړونه وکړي، ټوله نړۍ به امریکا محکومه کړي نه دا چې ایران".

ښاغلی روحاني د ایران او نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون په هکله په داسې حال کې دا څرگندونې کوي چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ جمهور رئیس دونالد ټرمپ ددی موافقی په هکله خپل وروستی تصمیم اعلان کړي چې آیا واشنگټن په دې ټرون کې پاته کیږي او که ترې وځي.

جمهور رئیس ټرمپ د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي وو چې د ایران سره په اټومي موافقې کې د امریکا د پاته کیدو یا وتلو پریکړه یې کړې خو دا یې ونه ویل چې پریکړه څه ده.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ به ډیر ژر د ایران د میزایلو د ازمایلو، د "ترهگرۍ" نه د ملاتړ او د هغه هیواد د انټرنیټي عملیاتو په هکله د امریکا نوې ستراتیژي اعلان کړي.

تمه ده چې جمهور رئیس ټرمپ د اکتوبر په دولسمه د ایران په اړه وینا وکړي.

ښاغلی ټرمپ په ٢٠١٦ کې د خپلې انتخاباتي مبارزې پر وخت د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې جدي مخالفت کړی و او ژمنه یې کړې وه چې سپینې ماڼۍ ته په رسیدو به دغه توافق لغوه کړي.

ښاغلي ټرمپ دا هم ویلي وو چې د ایران او د هغه هیواد د انډیوالانو پر ضد به نور اقدامات هم وکړي.

XS
SM
MD
LG