د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وايي ایران "د نړۍ لومړی درجه ترهگر هیواد" دی


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، پر ایران باندې په خپلو تازه لفظي بریدونو کې دغه هیواد "د نړۍ لومړی درجه تروریست هیواد" گڼلی دی.

ښاغلي ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې یې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې واشنگټن د ایران په وړاندې ځان "ترټولو بدو" شرایطو ته تیار کړی دی.

دغه څرگندونې څو ساعته وروسته له هغې مطرح شوې چې ایران اعلان وکړ ١٧ تنه یې امریکا ته د جاسوسۍ په تور بندیان کړي دي.

ایراني مقاماتو ویلي دي چې دغه کسان په تیر یو کال کې نیول شوي او یو شمیر یې په اعدام محکوم شوي دي.

د ایران د اطلاعاتو وزارت رپوټ ورکړی چې دغو کسانو په "حساسو ځایونو" لکه پوځ او اټومي وسلو په برخه کې د امریکا استخباراتو (سي آی ای) ته د معلوماتو د راټولولو هڅه کوله.

دغه رپوټ د امریکا د متحده ایالاتو له لورې رد شوی دی.

جمهور رئیس ټرمپ د ایران دغه څرگندونې په "بشپړه توگه ناسمې" بللي دي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ایران د "درواغو په ویلو" تورن کړی دی.

XS
SM
MD
LG