د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له امریکا نه د پوځي غچ اخیستلو ګواښ وکړ


حسین دهقان له سي ان ان سره په فارسي مرکه وکړه
حسین دهقان له سي ان ان سره په فارسي مرکه وکړه

د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي مشاور حسین دهقان وايي چې د سلیماني د وژل کېدو غچ اخیستل به پوځي وي.

نوموړي امریکایي تلویزون سي ان ان ته وویل: "ډاډه یم چې ځواب به پوځي او د پوځي سیمو پر ضد وي."

هغه په دې اړه پوره جزیات ورنکړل خو زیاته یې کړه: "غبرګون به داسې وي چې هم به دښمن پښيمان شي او هم به د ایران ولس جګړې ته نه ټیل وهل کیږي."

ښاغلي دهقان وویل چې امریکا "جګړه پیل کړې ده او اوس باید د خپلو اعمالو مناسب ځواب ته منتظر واوسي".

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ ویلي دي پر سلیماني یې د هغه وژل د "جگړې د مخنیوي" لپاره کړی دی نه د جګړې د پیل لپاره.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي ویلي وو: "ایران جګړه نغواړي خو هر حالت ته اماده دی او په دې اړه به ورستۍ پرېکړه د نظام مشران کوي. "

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د قاسم سلیماني مړی ایران ته لېږدول شوی او ایران درې ورځي ماتم اعلان کړی دی. د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هم د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

سلیماني څو ورځې مخکې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا د بي پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو. ټرمپ ګواښ کړی دی که ایران پر امریکا او د امریکا پر اهدافو برید وکړي، ۵۲ په نښه شوي هدفونه به یې وولي. ولسمشر ټرمپ قاسم سلیماني یو لوی ترهګر بللی دی.

XS
SM
MD
LG