د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني ژمنه وکړه چې د اوکراینۍ الوتکې وېشتونکو ته به سزا ورکړي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني ژمنه کړې ده چې هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې د اوکراین بوینګ الوتکه یې وېشتلې او په کې یې په لسګونه کسان وژلي دي.

ولسمشر روحاني د سه شنبې په ورځ (جنوري۱۴) دا ژمنه وکړه. د هغه خبرې د ایران په دولتي تلویزون کې ژوندۍ خپرېدې.

هغه وویل چې په دې اړه به یوه ځانګړې محکمه جوړیږي چې سرغړوونکي وپېژندل شي او سزا ورکړل شي. ښاغلي روحاني زیاته کړه: "ټوله نړۍ به یې وګوري."

په همدې حال کې د ایران د قضايي ځواک یو ویاند ویلي دي چې ځینې هغه کسان نیول شوي دي چې دا الوتکه یې وېشتلې ده. دغه ویاند ونه ویل چې څو تنه نیول شوي دي.

د ایران حکومت د شنبې په ورځ ومنله چې پوځ یې په "تېروتنې" سره د اوکراین د بوینګ ملکي الوتکه وېشتلې چې ۱۷۶ کسان په کې وژل شوي دي.

په دغې الوتکې کې د افغانستان، کاناډا، اوکراین، سویدن، جرمني، بریتانیا او ایران اتباع وو.

په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال امریکا غږ ته وویل چې په پېښې کې ۱۳ افغانان وژل شوي دي. په همدې حال کې د ایران عدلي طب وايي چې د وژل شوو ۱۳ افغانانو له ډلې یې د اوو جسدونه پيژندلي دي.

د ایراني ځواکونو له لورې د دغې الوتکې وېشتلو په کور دننه او دباندې د ایران د حکومت خلاف غبرګونونه راپارولي دي.

په ایران کې زرګونو زده کوونکو په بېلابېلو پوهنتونونو کې ددغې پېښې د غندلو او عاملینو ته د سزا ورکولو لپاره مظاهرې وکړې، چې پولیسو پرې اوښلن ګاز کارولی او ځینې مظاهره کوونکي نیول شوي دي.

ولسمشر ټرمپ د ایران د رژیم دا کار غندلی او د هغه هېواد له حکومتي چارواکو یې غوښتي چې خپل کسان ونه وژني او نه دې بندي کوي.

XS
SM
MD
LG