د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د اعتراضونو او لاریونونو دوام


ایراني اعتراض کوونکي نن دوشنبه د جنورۍ ١٣ د دریمې پرله پسې ورځ لپاره لارو کوڅو ته ووتل او د حکومت په واسطه د اوکراینې ملکي الوتکې د ویشتلو او پرځولو پر ضد یې خپله غوسه په ډاگه کړه.

هغه ویدیوگانې چې د ایران نه خپرې شوي ښیي چې ددې هیواد امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر ضد له وسلې کار اخیستی دی، خو ایراني مقاماتو دا رپوټونه رد کړي دي.

ددغې الوتکې د ویشتلو او پرځیدلو په نتیجه کې د الوتکې ټولې ١٧٦ سپرلۍ ووژل شوې چې په کې د ایران، کاناډا، اوکراین، سویډن، جرمني، بریتانیا او افغانستان اتباع شامل دي.

د ایران اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې حکومت وویل اوکراینۍ الوتکه د سپاه پاسداران قواو په تېروتنې سره وېشتلې ده.

په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو پداسې حال کې زور اخیستی چې د واشنگټن او تهران ترمنځ کړکیچ د اویایمې لسیزې راهیسې تر ټولو بد حالت ته رسیدلی دی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د یکشنبې د ورځې په ماښام (جنورۍ ١٢) په یو ټویټري پیغام کې د ایران مشرانو ته په خطاب کې وویل چې اعتراض کوونکي مه وژنئ. هغه لیکلي چې ایراني مقاماتو په زرگونو ایرانیان وژلي او یا بندیان کړي دي.

له بلې خوا نه د ایران د دولت ویاند علي ربیعي د دوشنبې په ورځ (جنورۍ ١٣) د ایران په مظاهرو کې د برتانیا د سفیر شتون د دیپلوماتیکو اصولو خلاف وباله.

په تهران کې د بریتانیا سفیر مک ایر د شنبې په شپه د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې د امیر کبیر پوهنتون ته نژدې د لنډې مودې لپاره پولیسو نیولی و.

د بریتانیا د سفیر ددغه نیونې په غبرگون کې د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن حکومت د جنورۍ په ١٣ په لندن کې د ایران سفیر احضار او ددغه اقدام په اړه یې ورته اعتراض وړاندې کړ.

XS
SM
MD
LG