د لاس رسي وړ اتصالات

​د عراق پوځ سره د داعش په سلګونه بهرنۍ ښځې بندیانې کړي


عکس ارشیف: د داعش ډلې بهرنۍ ښځې د تلعفر په کمپ کې ساتل کیږي او عراقي ځواکونه اجازه نه ورکوي چې فلم یې واخیستل شي
عکس ارشیف: د داعش ډلې بهرنۍ ښځې د تلعفر په کمپ کې ساتل کیږي او عراقي ځواکونه اجازه نه ورکوي چې فلم یې واخیستل شي

عراقي مقاماتو ویلي دي چې څه دپاسه ٥٠٠ بهرنۍ ښځې چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش پورې مربوطې دي د موصل ښار ته نژدې په یو زندان کې ساتل کیږي.

د عراق د حکومت یو څیړنیز رپوټ ښیي چې ٥٣١ بهرنۍ میرمنې د داعش سره د نژدې اړیکو لرلو په خاطر د موصل ښار ددغه زندان په یوه جلا څانگه کې د نورو زنداني میرمنو نه لېرې ساتل کیږي.

د زندان مقاماتو ویلي دي چې په بغداد کې د مقاماتو تر امر پورې به ددغو ښځو نه پلټنې روانې وي.

عراقي ځواکونو د روانې اونۍ په لومړیو کې خبر ورکړې و چې د داعش د بهرنیو جنگیالیو د کورنیو په سلگونه غړي د موصل په لویدیځ کې د تلعفر ښار گوټي ته نژدې ساتل کیږي.

عراقي مقاماتو ویلي هغه بهرنۍ ښځې او ماشومان چې په دغه کمپ کې تر څارنې لاندې دي ښایي خپلو هیوادونو ته واستول شي.

دغه ښځې او ماشومان ټول بهرني دي او زیات شمیر یې د مرکزي اسیا، روسیې او ترکیې نه عراق ته تللي دي. په هغوی کې د افغانستان او ایران اتباع هم لیدل کیږي.

دغه بندۍ میرمنې د خپلو مېړونو د برخلیک په اړه بې خبرې دي او د هغوی په وینا مېړونو یې هم ځانونه کردي پیشمرگه قواو ته تسلیم کړي دي.

کردي پیشمرگه قواوې وایي د جگړې لومړۍ کرښې ته په نژدیو کیدو سره یې یو شمیر داعشي جنگیالي وژلي او یو شمیر هم د عراق حکومت ته تسلیم شوي دي.

د عراق حکومت څه موده مخکې اعلان وکړ چې د هغو بهرنیانو د محاکمه کولو په لټه کې دی چې په عراق کې د داعش سره یوځای شوي وو.

XS
SM
MD
LG