د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش د جنگیالیو ښځې او ماشومان نامعلوم برخلیک ته منتظر دي


د عراق د چټک غبرگون قوه د داعش مرکزونه په توغندیو ولي
د عراق د چټک غبرگون قوه د داعش مرکزونه په توغندیو ولي

د اسلامي دولت د جنگیالیو په دغو بهرنیو خپلوانو کې افغانان هم شته دي، په دې توگه دهغوی دمیرمنو او ماشومانو شتون هم احتمال هم لري.

دعراق په شمال کې د کډوالو په دغه کمپ کې یوزرو درې سوه او دری دیرش بهرنیان اوسېږي او د څوارلس هېوادونو دي. د اسلامی دولت د خپلې خوښې جوړکړي خلافت ته تقریبا په لس گونو زره بهرنیان سورېې اوعراق ته ولاړل. خو په تیرو دوو کلونو کې دهغوی ترلاس لاندې سیمه په چټکۍ سره مخ په کمیدو وه.

په تیرو دوو کلونو کې د عراق اوسورېې قواو له هغوی نه ډیرې سیمې ونیولی. له بل پلوه په دیرالزور کې دداعش خلاف اوس هم د سورېې ددموکراتیکو قواو له خوانه د امریکا په ملاتړ جگړه روانه ده.

رپوټ وايي چې د اسلامي دولت د جنگیالیو په دغو بهرنیو خپلوانو کې افغانان هم شته دي، په دې توگه دهغوی دمیرمنو او ماشومانو شتون هم احتمال هم لري. عراقي چارواکي وايي ددغه کمپ پر ښځو کوم تور ندی لگېدلی. خو د بشري حقونو فعالان سره له دې هم د هغوی غېریقینی حالت ته اندېښمن دي.

د داعش د ماتې خوړلو جگیالیو کورنۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

تر یوزرو څلورو سوو نه زیاتې ښځی اوماشومان دعراق د بې ځایه شویو په دې کمپ کې اوسېږي. دا ټول داسلامی دولت یا داعش د جنگیالیو بهرني خپلوان دي چې له موصل نه لږ بهر د بې ځایه شوېو په کمپ کې ساتل کېږي.

د ناروې د کډوالو د شوری ویانده میلني مارکم وايي: څوارلس سوه کسان دي او مختلف ملیتونه لري. یوشمیر پکې د روسېې او ترکېې دي. په مرکزي آسیا کې د تاجکستان خلک شته دی. هغوی په ډېر بې اسرې حالت کې ژوند کوي. موږ هغوی ته خواړه، اوبه او پناگاه برابره کړېده.

په دې کسانو کې د مرکزي اسیا د جمهوریتونو، چین، افغانستان، او فېلیپین خلک شامل دي. ان تردې چی د جاپان او جنوبی کوریا خلک هم پکې شته دي.

دوی د اگست په اخره کې دکردانو د پېشمرگه ملیشو ته تسلیم شول. داهغه وخت و چی داسلامی دولت وروستي سنگر تلعفر د عراقي قواو په وړاندې دعراق په شمال کې سقوط وکړ.

د عراق امنیتی چارواکیو د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس ته وو یل په دې ښځو کوم تور ندی لگېدلی؛ نو له همدې امله ددې تمه کېدلی شی چی هغوی به خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.

د ناروې د کډوالو د شوری ویاندې میلني مارکم وویل: دهغوی آینده یقیني نده، ځکه هغوی ته اجازه نشته چې له دې ځای نه بل چېرته ولاړ شي. موږ دعراق له حکومت نه غواړو چې ډیر ژر دهغوی په اړه پریکړه وکړي، او د هغوی انساني حقوق هم په نظر کې ولري. دا خلک ملکیان دي او پکارده چی د مکلیانو سلوک ورسره وشي.

دغه ښځې په دې نپوهېږي چی میړونه ېې څه شول خو په دوې کې ځېنی وايی چې هغوی هم د پېشمرگه قواو ته په جلا توگه تسلیم شول.

برید جنرال کامل هارکي د کردي قواو قوماندان وویل، تسلیم شوی جنگیالي ېې عراق ته وسپارل خو یوشمیر داعشیان چې د تیسلیمدلو په پلمه ېې پرموږ برید وکړ هغوی ووژل شول.

له بل پلوه دعراق امنیتی قواو دېته اجازه نه ورکوله چې په دې کمپ کې دننه فېلم واخیستل شی خو یوشمېر ښځو د اسوشېتېدېرېس خبری اژانس ته وویل هغوی خلکو خاوندانو سره عراق ته ولاړل څو هلته ژوند وکړی شی.

داښځې اوس غواړی په دې پوه شي چی ددوی خاوندانو ته څه ورپېښ شول او دوی غواړی چی بیرته خپلو هېوادونو ته ستنی شی.

دامریکا په ملاتړ سوریايي جنگیاليو په ختیځه سوریه کې دداعش له قواو سره د عراق په سرحد کې د شنبې په ورځ جگړه وکړله. د سورېې د حکومت قواوې هم د د دیر الزور په لور حرکت کوي.

طلال سیلو د سورېې ددموکراتیکو قواو ویاند وویل: د نظامی شوری نوې مبارزه د دیر الزور لپاره اعلان شوله. مقصد مو داد چی ختیځ فرات او د سورېې پاتې برخه له داعش نه آزاده کړو. نن ددې مبارزې پیل اعلان شو. په دې مبارزه کې د سورېې دموکراتیکې قواوې له نړۍ وال ایتلاف سره په گډه برخه اخلي. د یرالزورپه سوریه کې دتیلو غني ایالت دی.

دامریکا په ملاتړ قواو ې په سوریه کې دد یر الزور دنیولو لپاره له ستر ازمېښت سره مخامخ دی، په خاصه توگه چې تراوسه لا په رقه کې له داعش سره جگړه کوی چی ترینه وې نیسی. په درې میاشتنی جگړه کې د سورېې دیموکراتیکو قواو درقه ٦٠ فیصده برخې نیولې ده.

XS
SM
MD
LG